په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د ساینس او ټیکنالوجۍ صوبایي محکمې لخوا د سکولونو،کالجونو او پوهنتونونو د زده کوونکیو لپاره د ساینس مېله وشوه چې پکې زده کوونکیو خپل جوړ کړل شوي شیان نندارې ته وړاندې کړل.
په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان ملي ځواکونه دا مهال د داعش او طالب وسله والو سره په جګړه اخته دي. په دې جګړه کې يې ډېر زيانونه هم ليدلي دي. په دې ويډيو کې ورته کتنه شوې ده.
د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله د اې، ايف، پي اژانس په سټوډيو کې تصويرونه اخيستي وو چې په سوشل ميډيا يا ټولنيزو مطبوعاتو پرې ډېر بحثونه وشول. ځينو دا جنجالي بلل خو د هغه دفتر وايي دا تاريخي وو. آيا همداسې وه؟ په اړه يې د بشير ګواښ راپور
د جنوبي او منځنۍ ايشيايي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله سېکرېټره اليس وېلز وايي په افغانستان کې له طالبانو سره د جوړ جاړي لپاره مهلت نه دی ټاکل شوی خو بايد سياسي خبري اترې ژر وشي.
د جنوبي او منځنۍ اېشيايي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله سېکرېټره الېس وېلز وايي په افغانستان کې له طالبانو سره د جوړ جاړي لپاره مهلت نه دی ټاکل شوی خو بايد سياسي خبري اترې ژر وشي.
د خېبر پښتونخوا حکومت د قبايلي ضلعو د پرمختګ لپاره د ۱۰۰ ميليونه روپيو د پور ورکولو اعلان کړی دی.
د افغانستان حکومت د هېواد د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د تازه څرګندونو په اړه وايي، افغانان هم په هېواد کې ډېر ژر د سولې ټینګښت غواړي.
افغان چارواکي وايي د کابل د پرون شپې په موټر بم چاودنه کې د یوه بهرني په شمول لږ تر لږه لس کسان وژل شوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د یمن د جګړې د بندیدو په لټه کې دی او تمه ده د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د بریتانیې امنیتي شرکت «G4S» نن، پنجشنبه د نومبر۲۹مه، تأیید کړه چې څلور افغان او یو بریتانوی کارکوونکی یې په کابل کې په پرونۍ حمله کې وژل شوي او ۳۲ تنه زخمیان شوي دي.
په بیان کې نهدي ویل شوي چې له زخمیانو څومره کسان د بریتانيې یا د نورو بهرنیو هېوادونو وګړي او څو تنه افغانان دي.
«G4S» په افغانستان کې د بریتانوي ډپلوماتانو د امنیت ټینګولو لپاره کار کوي.
د دې شرکت مشر چارلي بربرېج ویلي چې داسې حملې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مهم ماموریت نه شي ځنډولای.
د «G4S» امنیتي شرکت پر کمپ د حملې مسوولیت وسله والو طالبانو اخېستی دی. Читать дальше...
د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ویلز نن پنجشنبه د نوومبر په ۲۹مه، وویل چې د جنیوا په کنفرانس کې د افغانستان په اړه وروستی بیان ډېر مهم و.
الېس ویلز هم په جنیوا کې د افغانستان په اړه په نړیواله غونډه کې ګډون درلود.
هغې نن، پنجشنبه د نومبر۲۹مه، په بروکسل کې د ازادي راډیو له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وویل:
"د نړۍ نېږدې ۶۰ هېوادونو موقع پېدا کړه چې سره را ټول شي او له افغانستانه خپل ملاتړ څرګند کړي."
هغې وویل چې د جنیوا د غونډې پیغام دا و چې هېڅ... Читать дальше...
د پاکستاني رسینو په وینا، سپریم کورټ د وزیراعظم عمران خان د خور په دوبۍ کې د جایداد د شتون په اړه نوټس اخېستې او چیف جسټس میا ثاقب نثارد اورېدنې لپاره د نېټې ټاکلو هدایات جاري کړي دي.
د وزن پورته کوونې افغان لوبډله د ارتانیان په نوم په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ورسېده.
د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د درېیو بېلابېلو عمرونو لوبغاړو ګډون کوي.
د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې د ارتانیان جام په سیالیو کې د ګډون لپاره لس لوبغاړي او یو روزونکی ازبکستان ته په تللي کاروان کې شامل دي.
دا سیالۍ د ډیسمبر میاشتې په پنځمه نېټه پیلېږي او تر درېیو ورځو دوام کوي.
د کرکټ د «T10» په لیګ کې پښتون لوبډله په پنځو لوبو کې له څلورو بریاوو سره د دغو سیالیو د جدول په سر کې ده.
پښتون لوبډلې تېره شپه په یوه هیجاني سیالۍ کې ماراتا ارابینز لوبډلې ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دې مقام ته ورسېده.
د ټي ټېن لیګ په دوام نن هم دری سیالۍ تر سره کېږي.
لومړی هغه يي د کرېلا او واریرز دوهمه يې د سندیز او بنګال ټایګرز او درېیمه يې هم د پښتون او پنجاب لوبډلې تر منځ په پلان کې ده.
په دغه لیګ کې اته لوبډلې ګډون لري چې پهخپل جوړښت کې يې افغان لوبغاړي هم اخېستي دي.
په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره هممهاله له طالبانو سره د سولې هڅې هم ګړندۍ شوي دي.
افغان علماء د جګړو له دواړو لورو د ځان د خوندیتوب او د ژوند د حفاظت غوښتنه کوي. د افغانستان د حرکت انقلاب ...
په پاکستان کې هر کال د زړو ګاډو مېله جوړېږي. سږ کال په دې کاروان کې ۳۰ ګاډيو برخه لرله. دوی له کراچۍ روان شوي ول چې د نومبر په ۲۵ تورخم ته ورسېدل. په دې اړه د اې اېف پي ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.
د بامیان ولایت د پنجاب او ورس ولسوالیو ځینې عکسونه د ازادي راډیو خبریال عباس نادري رالېږلي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې په یوه امنیتي شرکت د حملې له امله د یو بریتانوي په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او ...
په جوزجان کې د فاریاب، جوزجان او سرپل د بې ځایه شوېو کورنیو لپاره د ژمنیو جامو د راټولولو کمپاین د یو شمېر رضا کاره ځوانانو لهخوا پیل شوی او راټولې شوې جامې پر بې ځایه شوېو کورنیو ویشي.
افغان حکومت وايي، له طالبانو سره د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ده او پهدې لړ کې سیمهییزه او نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره اجماع لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما په هلمند کې په وروستۍ یوه اوونۍ کې خونړۍ پېښې د اندېښنې وړ بللې دي.
یوناما نن پنجشنبه د نومبر ۲۹مه، پر ټویټر لیکلي چې په هلمند کې په یوه وروستۍ اوونۍ کې د کوچنیانو په ګډون د زیات شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو معتبر راپورونه ور رسېدلي او اندېښنه لري.
یوناما ویلي، د جګړې ټولې خواوې مسؤلیت لري چې د نړیوال بشري قانون پر اساس، هر وخت د ملکي وګړو امنیت ته پام وکړي.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت امریکايي قواوو پرون تأیید کړه چې د هلمند په... Читать дальше...
د تعليم، ساينس او کلتور لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (يونيسکو) د پاکستان په چترال سيمه کې د کالاش قبيلې يو رسم غېر مادي کلتوري ورثه ګرځولې ده. د سوري جاګک په نوم دغه رسم د يوې ۲۴ کسيزې کمېټې پر سپارښتنه کلتوري ورثه وګرځول شو. احمد شاه اعظمي د کمېټې له غړي طارق احمد خان نه پوښتلي چې دا رسم څه دی؟
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د اقتصادي عمل داسې پلان چې د سولې تر موافقې وروسته دې هېواد ته پانګه راوړي، ټولو افغانانو ته د سولې ګټه رسولای شي.
هغه په جنیوا کې د نړیوالې غونډې هرکلی کړی دی.
خلیلزاد نن پنجشنبه د نومبر ۲۹مه، پر ټویټر ولیکل:
"دا چې نړیواله ټولنه په جنیوا کې راټوله شوه، د افغانستان حکومتیې اصلاحاتو ته وهڅاوه او د خپل ملاتړ ډاډ یې ورکړ، مثبته خبره ده."
د امریکا حکومت د سپټمبر په وروستیو کې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکه. Читать дальше...
د چین پېژندل شوی عکاس لو ګوانګ بېدرکه شوی دی.
د هغه ښځې او د بشري حقونو ډلو ویلي چې لو په شینجیانګ ولایت کې و او له څو اوونیو راهیسې بېدرکه دی.
له تهدید سره مخامخ خلک په نوم ادارې چې په جرمني کې فعالیت کوي، د نومبر په ۲۸مه وویل چې لو ګوانګ درې اوونۍ مخکې د چین په شمال لوېدیځه سیمه شينجیانګ کې پولیسو نیولی و.
په جرمني کې دې مدافع ډلې ویلي چې د لو ګوانګ د ژوند په اړه جدي اندېښنه لري او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنهیې کړې ده.
د لو ګوانګ عکسونو درې واره د «وړلډ پرس فوټو» نړیواله جایزه ګټلې. Читать дальше...
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د نومبر په ۲۸مه د پنجاب په ناريوال کې له هند سره د کرتارپور راهدارۍ پولې پوري سړک جوړولو غونډې ته وينا کې وويل: ''زه د وزيراعظم په توګه، زما ګوند، ټولې سياسي پارټۍ، موږ پوځ او ټولې ادارې په يو دريځ يو او موږ وړاندي تلل غواړو.''
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России