تر راتلونکو شپږو میاشتو له طالبانو سره سولې ته د رسېدو په اړه د خلیلزاد هيله مندي!
د افغان سولې په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هیله مندي ښيي چې له ولسمشریزو انتخاباتو ...
د افغان سولې په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هیله مندي ښيي چې له ولسمشریزو انتخاباتو ...
د افغان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هیلهمندي ښيي چې له ...
د قبایلي سیمو د ځوانانو جرګې مشران او غړي وايي، په اکتوبر کې د امریکا تعلیمي سفر ورزده کړل چې محلي حکومتداري څنګه کېږي او اصلاحات په څه ډول عملي کېدای شي. دوی مشال راډیو ته وویل، هڅه کوي چې تر لاسه کړې تجربه په قبایلو کې او د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره وکاروي. د دوی په خبرې په ویډیو کې وګورئ.
ماینونه او ناچاودي توکي لا هم د کندهار له خلکو قرباني اخلي. د افغانستان په جنوب کې د ماین پاکۍ د ادارو د همغږۍ بنسټ وایي، دوی په شااوخوا دوو لسیزو کې په کندهار کې له ۲۷۷ کیلومتر مربع زیاته ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده. محمد صادق رښتیني په دې اړه یو ویډيویي راپور چمتو کړی.
د افغانستان د مشرانو جرګې غړي او اداري پلاوی ټینګار کوي چې حکومت دې ژر تر ژره د کندهار د وژل شوي ...
راپورونه وايي، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له امریکا سره د افغانستان د سولې په اړه درې ورځې خبرې اترې کړې دي. د طالبانو د سیاسي دفتر مهمو مشرانو دا خبرې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کړې دي.
د زابل امنیتي چارواکي وایي، د وسله والو پر ضد په پيلدونکو پوځي عملياتو کې به افغان ګډځواکونه برخه ولري او هدف به یې په دې ولایت کې د وسله والو د مرکزونو او پتنځايونو له منځه وړل دي. د زابل امنیه قوماندان سمونوال مصطفي مايار وایي چې د وسله والو د ځپلو په هدف يې په زابل ولایت کې د پيلدونکو ژمنيو عملياتو پلان بشپړ کړی او په نېږدې ورځو کې به دغه پوځي عمليات پيل کړي. دی وایي: "زموږ د ژمنیو عملیاتو طرحه جوړه شوې، په ټولو هغو ولسوالیو کې چې کشفي ارګانونو پکې دوښمن تثبت کړي، دغه عملیات به تطبیق شي."... Читать дальше...
په بغلان کې د پیازو کروندګر د بازار له نشتونه شکایت کوي او وایي، سږني پیاز یې د څارویو د خوراک شوي دي. په همدې حال کې د بغلان د کرنې ریاست مسؤلین حتی نه غواړي چې په دې اړه خبرې وکړي. بشیر احمد غزالي په یوه ویډيویي راپور کې د بغلان د کرنیزو ځمکو وضعیت انځور کړی چې واصل وصال یې وړاندې کوي.
د عراق پولیس وايي، د دې هېواد په بصره ښار کې یو مذهبي مشر پرون شپه د خپل کور مخې ته په ډزو وژل شوی دی. وسام الغراوي په دې وروستیو کې د عامه خدماتو د نیمګړتیاو په اعتراض کې پورته شویو مظاهره چیانو ته ویلي وو چې د خپلو غوښتنو لپاره وسله پورته کړي. په بصره کې له څو میاشتو راهیسې د څښاک د پاکو اوبو او برښنا د خدماتو په برخه کې د نیمګړتیاو او ستونزو په اعتراض کې مظاهرې روانې دي. د تېرې جمعې په ورځ د بصرې ښار د یوې مظاهرې په ثبت شوي ويډیو کې چې په ټولنیزو شبکو خپره شوې، دا وژل شوی مذهبي مشر وايي... Читать дальше...
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی نن د سولې عالي شورا له...
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، دی هیله مند دی چې تر راتلونکې اپرېل میاشتې پورې له طالبانو سره د سولې موافقه وشي. یوې سرچینې چې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د خلیلزاد د وروستیو خبرو له جزیاتو خبره ده، په دې اړه يې لوېدیځو خبري اژانسونو ته معلومات ورکړي دي. خو نه په خپله خلیلزاد او نه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پورې په دې اړه کومه تبصره کړې ده. لوېدیځو اژانسونو ویلي دي چې زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب مشرانو سره درې ورځې پرله... Читать дальше...
د پاکستان وزیراعظم عمران خان او نورو لوړ پوړو چارواکو د حاجي عبدالوهاب پر مړینه خپګان ښکاره کړی، د هغه کورنۍ او پلویانو ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.
د اسیا د فسفیک حوزې مشران د سوداګرۍ پرسر د راپورته شويو اختلافاتو له امله ونه توانېدل چې د غونډې په پای ...
د پېښور د کوتوالۍ تاڼې د پولیسو مشر ملک حبیب وايي، پر سټیج کار کوونکې سونیا د مصدق په نوم یوه کس تر هغې وروسته وویشته چې هغې له واده انکار وکړ.
د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر وايي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې...
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر راتلونکو شپږو ورځو به د انتخاباتو ابتدایي پایلې اعلان کړي.
د افغانستان په جنوب کې ۲۰۵ اتل قول اردو وایي، د ملي اردو ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د کندهار ولایت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات کړي دي چې پر مهال يې د ميوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون شل وسله وال وژل شوي او يولس نور ژوبل دي. د اتل قل اردو ویاند احمد صادق عیسی نن ازادي راډیو ته وویل: نوموړي په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه څه ونه ویل. وسله والو طالبانو هم تر اوسه پورې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د شویو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
عراق او ایران له یو بل سره په لویه اندازه د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو ژمنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو پر ایران تازه اقتصادي بندیزونه لګولي دي. هغه هېوادونه چې پر ایران د امریکا له بندیزونو په صرف نظر له ایران سره سوداګري کوي، په لویه اندازه له جریمې سره مخ کېږي. د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې له دې وروسته ښايي له عراق سره د تجارت اندازه په کال کې شل میلیارده ډالرو ته لوړه شي. ایران او عراق دا مهال په کلني دول په خپلو کې د ۱۲ میلیارده ډالرو سوداګري لري. له چین وروسته... Читать дальше...
د ارزګان امنيتي چارواکي وايي، د افغان ملي پوليسو او ملي امنيت د ګډو عملياتو پر مهال د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې یوه اندازه نشهيي مواد، وسلې او يو اختطاف کوونکی نیول شوی دی. د ارزګان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سردار محمد حيا نن ازادي راډيو ته وويل چې افغان ځواکونو تېره ورځ د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ اړوند په تالانی سيمه کې عمليات کړي دي چې پر مهاليې ۱۱ کېلو ترياک، يو شمېر وسلې او یوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي. سردار محمد حيا همدا راز وویل چې د مرکز ترينکوټ اړوند په چرمګر سيمه کې... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن به راتلونکې اوونۍ پهدې اړه خپله نتیجه ګیري اعلان کړي چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې څوک لاس لري؟ تردې مخکې د متحده ایالاتو استخباراتو ادارې ویلي چې د دوی ارزونې ښيې چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال خاشقجي د وژلو امر کړی و. ولسمشر ټرمپ پرون په کلیفونیا ایالت کې خبریالانو ته وویل، راتلونکې دوشنبه او یا سې شنبه به په دې اړه بشپړ راپور ولري. خو د سعودي حکومت دا ردوي چې ګواکې ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژلو امر کړی دی. Читать дальше...
د السد قطر د فوټبال ټیم لوبغاړي د اسیا په کچه له درېیو غوره لوبغاړو وټاکل شو. د قطر «الرایه» ورځپاڼې نن اعلان وکړ چې «عبدالکریم حسن» په اسیا کې له نارینه فوټبال لوبغاړو غوره دی. عبدالکریم حسن په السد قطر ټیم کې لوبېږي، له یاد ټیم سره د اتلولۍ تر نیمه پای لوبو پاتې شو، خو دا ټيم د پرسپولیس حذف شو. ویل کېږي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د اسیا په کچه د فوټبال د غوره لوبغاړو د معرفۍ مراسم به په نېږدې راتلونکې کې د عمان په کوربهتوب ترسره شي.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ وایي، که په هلمند کې د کرنې لپاره د ځمکې لاندې اوبو له کارولو مخنیوی...
دغه کمېسیون د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړه شمېره د اندېښنې وړ بولي، خو تمه ښيي چې د دفاع وزارت د نوې ستراتيژۍ ...
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر صلاح الدین مسود دا تور رد کړ چې د قبایلو جرګې ته یې ویلي ول چې داوړ د استخباراتي ادارو کسانو له ځانه سره وړی دی.
د کوټې د پولیسو مشرعبدالرزاق چیمه وايي، د پولیسو د یو ځايي مشر د قاتلینو د نیولو هڅې پیل کړي خو تر اوسه یې څوک نه دی نیولي. دغه وژل شوی پولیس افیسر ډي ای جي نعیم کاکړ وو چې د نومبر د ۱۷مې په ماښام په کوټه ښار کې د نامعلومو کسانو لخوا پر ډزو ووژل شو.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости