د چمن یوه جومات کې چاودنې د ملا امام په ګډون ۱۲ تنه ژوبل کړل
د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې په یوه جوماتکې د ماښاملمانځه مهال له یوې بمي چاودنې د ملا امام په ګډون۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې په یوه جوماتکې د ماښاملمانځه مهال له یوې بمي چاودنې د ملا امام په ګډون۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
ديني عالمان د کابل ځانمرګی بريد پر قران حمله بولي. دا ځانمرګی بريد څنګه وشو؟ تفصيل يې په دې ويډيو کې ګورئ او دا هم وينئ چې څنګه يو تن خپلې کورنۍ ته د وژل شوو خپلوانو په اړه له هسپتاله پر ټيليفون معلومات ورکوي! • ويډيو: ايسوسيټيډ پريس • رپورټ او ايډيټ: بشير ګواښ
قانونپوهان وايي د پاکستان په عدالتونو کې دا وخت ۸۰ فيصده مقدمې سياسي دي چې له وجې يې نورې مقدمې په ټپه ولاړې دي. دوی دا غوښتنه هم کوي چې پوځي عدالتونه دې ختم کړل شي.
په کابل کې د سې شنبې د ورځې د ځانمرګي بريد تلفات پنځه پنځوسو ته ورسېدل. د پاکستان صدراعظم هڅه کوي چې د ماليزيا په ګډون د سيمې له هيوادونو اوږدمهاله پورونه واخلي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د تېرې شپې په انتحاري حمله کې ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ...
په نوره نړۍ کې دا ناروغي ختمه شوې خو پاکستان کې لا هم شته. د پاږخولک (خناق رنځ) مخنیوې دوایانې پاکستان له هنده او کروشیا څخه راغواړي.
د نومبر پر ۲۰مه د پاکستان د نورو ښارونو په شان په اسلام اباد کې هم دیني عالمانو د میلاد النبي مراسم ولمانځل. نور په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وایي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې نېژدې ۲ لکه او ۹۰ زره کسان بې ځایه شوي دي. د دغې اداره په اوونیز راپور کې راغلي، ټول ټال ۲۸۹،۸۶۷ کسان د روان میلادي کال په اوږدو کې د ناامنیو او وچکالیو له کبله بې ځایه شوي دي چې پهدې کې ۶۶۳۵ کسان یوازې د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له کبله بېځایه شول. د راپور له مخې دا شمېره په ټوله کې د تېرکال همدې مودې په مقایسه د بېځایه شوېو کسانو په شمېر کې ۳۳ فیصده کموالی ښیې. تېرکال... Читать дальше...
د دوو افغانو کورنیو غړي چې اروپا ته تلل، د چهارشنبې په ورځ د ترکېې په اوبو کې ډوب شول.
ټاکل شوې چې د کرکټ د ۱۰ اوریزه یا ټي ټېن کرکټ سیالیو دوه پړاوه سیالۍ نن په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. که څه هم تر دې دمه د دغه سیالیو پوره مهالوېش نهدی اعلان شوی، خو د کرکټ د نړیوالې شورا د وېبپاڼې د راپور پر اساس لومړۍ سیالي بهيې نن مازدیګر د افغانستان پر وخت ۵ بجې د سنده او راجپوت لوبډلو ترمنځ ترسره شي. په دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړي شته، سمیعالله شینواری په سنده او کریم جنت، قیس احمد او محمد شهزاد محمدي په راجپوت لوبډلو کې لوبېږي. د دوی تر څنګ د راشد خان او محمد نبي په ګډون ۱۲ نور... Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنې لوبډلې د سبروټو کپ سیالیو په پایلوبه کې له بنګلهدېش نه ماتې وخوړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه بنګلهدېشۍ لوبډلې یو د صفر په نتیجې سره وګټله او د سبروټو کپ اتلولي یې په خپل نوم کړه. افغان ۱۷ کلنې لوبډلې په دغو سیالیو کې د ۶ بریاوو او یوې ماتې سره دوهم مقام خپل کړ. د سبروټو کپ سیالۍ له تېر یوه میاشت راهیسې د ۴۰ لوبډلو په ګډون په هند کې روانې وې چې تېره ورځ پای ته ورسېدې.
د کانګفو ملي لوبډلې د لسم پړاو ټاکنیزو سیالیو اتلولي د کابل لوبغاړو وګټله. د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د هېواد له ۲۸ ولایتونو نه ۳۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو چې له ډلې یې ۳۸ تنه ملي لوبډلې ته غوره شول. په دغو سیالیو کې د کابل ولایت لوبغاړو د سرو زرو او سپینو زرو د دوو مډالونو په ترلاسه کولو سره د اتلوالۍ مقام ترلاسه کړ. د پنجشېر ولایت لوبغاړو بیا د سرو زرو د دوو او د سپینو زرو د یوه مډال سره دوهم او د هرات ولایت لوبغاړو بیا د سرو زرو د یوه او سپینو زرو د دوو مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړ.
دا مهال په پاکستان د نوي (۹۰) اربه ډالرو نه زيات قرض پورې دې او هر کال په سوونو اربه روپۍ په ېادې قرضې د سود په مد کې ورکوي.
په اسلام اباد کې پخوانی ډپلوماټ ایاز وزير، د پاکستاني پوځ پخواني افسر برېګېډيير سعد محمد خان او د پېښور پوهنتون د تاريخ څانګې مشر ډاکټر منهاج الحسن د شمال تر رڼا لاندې بحث مېلمانه دي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د غزني امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف...
له اسلام اباد سره نزدې په حسن ابدال کې نېږدې درې زره کسان اوس هم په سمڅو کې اوسېږي. د سیمې خلک وایي په غارونو کې ځکه خوشاله دي چې یو خو د کور په نسبت غارونه ارزانه دي او بل دا له زلزلې، بارانه او بمونو څخه هم خوندي دي. د اې ایف پي خبري اژانس ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.
په هرات ولایت کې یو شمېر بېځایه شوې کورنۍ د سختو اقتصادي ستونزو له امله د خپلو لوڼو پلورلو ته مجبوره شوې ...
په کابل کې د تېرې شپې هغه مراسم چې انتحاري حمله پرې وشوه د اهل سنت مذهب «د نقشبندیه طریقې» د پیروانو لهخوا جوړ شوی وو.
انټرپول یا نړیوالو پولیسو د جنوبي کوریا کېم جونګ ینګ د دغې ادارې د مشر په توګه وټاکه. پهدې سره د دې پُست لپاره هغه روسي کاندید ماته وخوړه چې د امریکا، بریتانیا او نورو اروپایي هېوادونهیې سخت مخالف وو. انټرپول پر ټویټر لیکلي چې کېم جونګ ینګ د نومبر په ۲۱مه د یوې رأیګېرۍ په نتیجه کې د دوو کلونو لپاره وټاکل شو. دا رأیګېري داسې مهال وشوه چې د کرملېن منتقدینو او لوېدیځو قانون جوړوونکو اندېښنه درلوده چې روسي پولیس الکساندر پروکوپچوک «Aleksandr Prokopchuk» چې دا مهال د انټرپول مرستیال دی، ښایي دغه پُست ته انتخاب شي. Читать дальше...
د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون د کابل ښار د سې شنبې ورځې خونړۍ پېښې ته په اشارې وايي...
په یمن کې کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د لوږې او ناروغیو له امله ښايي ۸۵ زره کوچنیان مړه شوي وي.
افغان چارواکي وایي، د هغو کسانو د پېژندلو هڅهیې پیل کړې چې د کابل د پروني برید مسؤلین دي. په هغه ځانمرګي برید کې چې د سې شنبې په ماښام د میلادالنبي په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وشول، لږ تر لږه ۵۵ کسان ووژل شول او تر ۹۰ ډېر کسان ټپیان شول. د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل ازادي راډیو ته ویلي چې دوی ته وار له مخې د غونډې د جوړېدو په اړه راپور نهو ورکړل شوی، تر څو امنیتي ځواکونه خپل تدابیر ونیسي. ښاغلی روشندل د پېښې په وړاندې خپله استخباراتي ناکامي مني، خو وايي هغه کسان به جزا وویني چې په خپله دنده کې پاتې راغلي دي. Читать дальше...
افغان چارواکي وایي، د هغو کسانو د پېژندلو هڅه یې پیل کړې چې د کابل د پروني برید مسوولین دي. په هغه ځانمرګي برید کې چې د سې شنبې په ماښام د میلادالنبي په مناسبت جوړو شوېو مراسمو کې وشول، لږ تر لږه ۵۵ کسان ووژل شول او تر ۹۰ ډېر کسان ټپیان شول. د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل ازادي راډیو ته ویلي چې دوی ته وار له مخې د غونډې د جوړېدو په اړه راپور نه وو ورکړل شوی، تر څو امنیتي ځواکونه خپل تدابیر ونیسي. ښاغلی روشندل د پېښې په وړاندې خپله استخباراتي ناکامي مني، خو وايي، هغو کسان به جزا وویني چې په خپله دنده کې پاتې راغلي دي. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د تېرې شپې په انتحاري حمله کې ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر چې نن له غرمې مخکې غزنی ته تللی و، بېرته کابل ته ستون شو. دغه امریکایي جنرال د غزني له والي او نورو امنیتي چارواکو سره لیدلي او پهدغه ولایت کې یې د پراخو پوځي عملیاتو د پیلېدو او له وسلهوالو طالبانو څخه د سیمو د بېرته نیولو ډاډ ورکړ. د دغه څو ساعته سفر په ترڅ کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې پر سکاټ مېلر راکټي برید شوی دی، خو په افغانستان کې ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت پهدې اړه بې خبري ښیې او وایي، که د طالبانو غیر منظم راکټونه... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости