په غور کې تر دوو ټنو ډېر نشه يي مواد سوځول شوي
![په غور کې تر دوو ټنو ډېر نشه يي مواد سوځول شوي](https://gdb.rferl.org/52F73CD5-BCF1-4153-A1E0-A143A75AF5EC_w800_h450.jpg)
په غور ولايت کې تر دوو ټنو ډېر نشه يي مواد وسوځول شول.
د غور والي غلام ناصر خاضع په فیروز کوه کې د دې موادو د سوځولو پر مهال ازادي راډيو ته وویل، دا دوه ټنه نشه يي مواد د تېرو دوو کالو په بهير کې د نظامي عملياتو او موټرو د تلاشيو په نتيجه کې نيول شوي وو.
په دې نشه يي موادو کې هيروئين، چرس، الکولي مشروبات او کېمياوي مواد شامل وو.
ښاغلي خاضع وويل، د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅولو په تور شپېته تنه نيول شوي او بيا عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په روان کال کې په غور کې د کوکنارو کښت په بې ساري ډول ډېر شوی دی.
د غور ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې اداره وايي چې په دې ولايت کې د کوکنارو د کښت تر څنګ، د معتادينو شمېر هم ډېر شوی دی.