په کابل کې یوه افغان سرټېري یو امریکایي سرتېری وژلی او یو ټپي دی
![په کابل کې یوه افغان سرټېري یو امریکایي سرتېری وژلی او یو ټپي دی](https://gdb.rferl.org/EC0545CC-E6AA-4E7E-83B4-31B89A2CC614_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
په کابل کې په یوه برید کې چې ظاهراً د یوه افغان سرتېري له خوا شوی، یو امریکايي سرتېری وژل شوی او یو بل هم ټپي دی.
دا خبره په کابل کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې کړې ده.
خبرپاڼه وايي، لومړني معلومات ښيي چې بریدګر د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو غړی و.
د ناټو په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې بریدګر سمدستي د نورو افغان سرتېرو له خوا وژل شوی دی.
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت مطبوعاتي دفتر زیاتوي چې ټپي او وژل شوی سرتېري د باګرام پوځي اډې ته انتقال شوي او د ټپي سرتېري روغتیايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
د پېښې د ټپي او وژل شوي سرتېري د هویت په اړه او د پېښې د ځای په اړه ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي.