پولیس: په تخار کې د نشه یي موادو یو قاچاق وړونکی ونیول شو
![پولیس: په تخار کې د نشه یي موادو یو قاچاق وړونکی ونیول شو](https://gdb.rferl.org/EB131D91-1C57-4BD0-A8A5-18E5DEB3B9F5_cx57_cy52_cw23_w800_h450.jpg)
د تخار ولايت پولیسو د نظامي عملياتو په ترڅ کې يو قاچاق کوونکی له څه اندازه نشه يي موادو سره ونيو.
د تخار د امنيې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير احمدشاه نادري رسنيو ته وويل، دا نظامي عمليات په اشکمش ولسوالۍ کې وشول چې په نتیجه کې يې شپږ کيلو ګرامه نشه يي مواد د پولیسو لاس ته ورغلل او په دې تړاو يې یو نفر هم نيولی دی.
په تېرو درېيو اوونيو کې دا درېيم ځل دی چې په تخار ولايت کې هغه قاچاق کوونکي نيول کېږي چې له تخار څخه بدخشان ولایت ته نشه يي مواد قاچاق کوي.