ازبک تجار غفور رحیموف د اماتور بوکس فدراسیون مشر ټاکل شوی
په ازبکستان کې یو پېژندل شوی تجار، غفور رحیموف چې له تنظیم شوېو جرمونو سره د ارتباط په تړاو تورن دی، په هغه هېواد کې د اماتور بوکس فدراسیون مشر ټاکل شوی دی.
له دې سره اندېښنې زیاتې شوې دي چې د ازبکستان د بوکس فدراسیون ښايي د المپیک له سیالیو منع شي.
رحیموف پرون شنبه د نوومبر ۳مه، د ازبکستان د بوکس فدراسیون له ۱۳۴ رأیو ۸۶ رأیې وګټلې .
رحیموف د هیروئین له قاچاق سره د تړاو په تور د امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو په لېست کې دی.
د بندیزونو پر اساس، دامریکا وګړي او شرکتونه له رحیموف سره له اړیکو منع دي، خو رحیموف دا تورونه ردوي.