په تهران کې د امریکا د سفارت د نیولو کالیزه لمانځل کېږي
![په تهران کې د امریکا د سفارت د نیولو کالیزه لمانځل کېږي](https://gdb.rferl.org/2EFD8389-A698-40CA-ADA1-33D08BCB7901_w800_h450.jpg)
زرګونه ایرانیان نن په لاریونونو سره په ۱۹۷۹ میلادي کال کې په تهران کې د متحده ایالاتو د سفارت د نیولو کالیزه لمانځي.
د مظاهره چیانو لهخوا په ۱۹۷۹ میلادي کال د امریکا پر سفارت برید او د یو شمېر امریکايي ډیپلوماټانو برمته نیول د دې سبب شول چې واشنګټن له تهران سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړي.
د نن ورځې لاریون کوونکو مرګ پر اسرائیل او مرده باد امریکا شعارونه ورکول.
د ۱۹۷۹ میلادي کال د نوومبر پر څلورمه نېټه وروسته له هغې چې امریکا د ایران اسلامي رژیم ته د پخواني شاه محمد رضا پهلوي له سپارلو انکار وکړ، ایراني محصلانو په تهران کې د امریکا پر سفارت ورغلل او د ۴۴۴ ورځو لپاره يې ۵۲ امریکايي ډیپلوماټان برمته وساتل.
تردې پېښې وروسته امریکا او ایران تر اوسه پورې په خپلو کې ډیپلوماټیک روابط نه لري.