د پاکستان پولیسو سلګونو کسانو ته جنايي دوسيې پرانيستې
![د پاکستان پولیسو سلګونو کسانو ته جنايي دوسيې پرانيستې](https://gdb.rferl.org/BE105A61-A72D-4FB1-85E6-A59589DD4699_cx0_cy3_cw0_w800_h450.jpg)
د پاکستان پولیسو د سلګونو کسانو پر ضد په قصدي ډول د اور په لګولو او تاوتریخوالي په پارولو تورن دي، جنايي دوسيې پرانيستي دي.
په پاکستان کې وروسته تر هغې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وشوې چې د دې هېواد سترې محکمې د یوې عیسوۍ مېرمنې چې مقدساتو ته د سپکاوي په تور محکومه شوې وه،د اعدام سزا لغوه کړه.
د تحریک لبیک پاکستان سخت دریځې ډلې زرګونو پلویانو د اسیه بي بي د سزا د لغوه کولو په اړه د سترې محکمې له اعلان وروسته په پایتخت اسلام اباد او نورو لویو ښارونو کې، سړکونه وتړل او ګڼ شمېر موټرونو ته يې اور واچاوه.
د پنجاب پولیسو د زرو کسانو او د اسلام اباد پولیسو د ۲۵۰ کسانو پر ضد په مظاهرو کې د تاوتریخوالي د پورته کولو دوسيې پرانيستې دي.