د سمنګان په مرکز کې د طالبانو ډله ییزه حمله په شا تمبول شوې
د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار د وسله والو طالبانو یوه ډله ییزه حمله د ولسي پاڅون کوونکو له لوري په شا تمبول شوې ده.
یوې امنیتي سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه نېږدې ۴۵ وسله والو طالبانو د خپل یو نومول شوي ولسوال ملا محمد عالم مخلص په مشرۍ په ایبک ښار حمله وکړه چې د سیمه ییزو خلکو له لوري له مقاومت سره مخ شوه.
دغه امنیتي سرچیني ویلي چې په دغه جګړه کې د ایبک ښار لپاره د وسله والو طالبانو نظامي مسوول ملا تازه ګل وژل شوی او خپله ملا محمد عالم مخلص ټپي دی.
تردې دمه د دغه خبر په اړه نو جزئیات نه دي ورکړل شوي.
وسله والو طالبانو هم په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د مخ پر زیاتېدونکي فعالیتونو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.