د کندهار چارواکي: په ميوند ولسوالۍ کې عملياتو ۱۷ وسلهوال وژلي
![د کندهار چارواکي: په ميوند ولسوالۍ کې عملياتو ۱۷ وسلهوال وژلي](https://gdb.rferl.org/4A5F9128-0B91-4DE1-BF3E-A1E7E7C36639_w800_h450.png)
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې ۱۷ وسلهوال وژل شوي دي.
عمليات د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د نړیوالو په مرسته تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د بند تمور په سيمه کې ترسره کړي دي.
جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وایي چې دغه عملياتیې د کمانډو ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي چې پهکې ۱۷ وسلهوال وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.
عيسي وویل چې په ترسره شویو عملياتو کې د وسلهوالو مختلفي وسلې، چاودېدونکي توکي او ۱۴ موټرسايکلونه هم د امنیتي ځواکونو لهخوا لهمنځه وړل شوي.
طالب وسلهوالو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.