د سمنګان په مرکز کې د طالبانو ډلهییزه حمله په شا تمبول شوې
![د سمنګان په مرکز کې د طالبانو ډلهییزه حمله په شا تمبول شوې](https://gdb.rferl.org/31702037-2AF1-43BF-B5E7-9FC4B09009F5_w800_h450.png)
د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار د وسلهوالو طالبانو یوه ډلهییزه حمله د ولسي پاڅون کوونکو له لوري په شا تمبول شوې ده.
یوې امنیتي سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه نږدې ۴۵ وسلهوالو طالبانو د خپل یو نومول شوي ولسوال ملا محمد عالم مخلص په مشرۍ په ایبک ښار حمله وکړه چې د سیمهییزو خلکو له لوري له مقاومت سره مخ شوه.
دغه امنیتي سرچینې ویلي چې په دغه جګړه کې د ایبک ښار لپاره د وسلهوالو طالبانو نظامي مسؤل ملا تازه ګل وژل شوی او خپله ملا محمد عالم مخلص ټپي دی.
تر دې دمه د دغه خبر په اړه نو جزئیات نهدي ورکړل شوي.
وسلهوالو طالبانو هم په دې اړه لا څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د وسلهوالو طالبانو د مخ پر زیاتېدونکي فعالیتونو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.