بلوچستان کې د معیاري تعلیمي نظام کمی دی: نصرالله خلجی
![بلوچستان کې د معیاري تعلیمي نظام کمی دی: نصرالله خلجی](https://gdb.rferl.org/e420b049-2d79-45f7-af5d-c43e2db90cf6_tv_w800_h450.jpg)
هغه د ۹۰مې لسیزې په پای کې د دغې په صوبې مرکز کوټه کې د پرل په نامه د یوه انسټیټیوټ بنسټ کېښود چې پکې د کمپیوټر ټېکنالوژي، سوداګریز سمبالښت (بیزنس اډمینسټرېشن)، انفارمېشن ټېکنالوژي، حسابداري (اکاونټینګ) غوندې د اوسني دور زده کړې کېږي. له نوموړی سره د بلوچستان پر تعلیمي ستونزو احمد شاه اعظمي د مشال راډيو پراګ سټوډيو کې مرکه کړې. دی وايي د تعلیم لپاره اوس د پیسو کمی نه شته بلکې د مسلکي استادانو کمی دی. معیار په پام کې نه نیول کېږي.