امریکا کې اعتراض کوونکو د رابرټ مولر د خوندیتوب غوښتنه وکړه
![امریکا کې اعتراض کوونکو د رابرټ مولر د خوندیتوب غوښتنه وکړه](https://gdb.rferl.org/019EC97C-5493-43C2-B320-84E0EC1F53B0_w800_h450.jpg)
په سلګونو معترضین د امریکا په لوی ښارونو کې لارو کوڅو ته راووتل او پهدې هېواد کې یې د ځانګړې څېړونکي رابرټ مولر د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
رابرټ مولر د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کمپاین ترمنځ د اړیکو په اړه تحقیقات کوي.
دا مظاهرې پرون ناوخته وروسته له هغې وشوې چې د امریکا په کانګرس کې ډموکراټانو د ولسمشر ټرمپ لهخوا د لوی څارنوال جف سشنز د لېرې کېدو پر موضوع د بېړنۍ غونډې د جوړولو ټینګار وکړ.
ټرمپ جف سشنز تورن کړی و چې کمزوری عمل کوي او د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې د ادعاوو په اړه د رابرټ مولر په څېړونو کې مداخله کول یې رد کړي.
د نیویارک په ټایمز څلورلاري کې سلګونه اعتراض کوونکي راټول شوې وو او شعارونه ورکول چې «هېڅوک له قانونه پورته نهدی.»
په شیکاګو کې بیا ډموکراټ سناتور ډیک ډوربین په فډرل پلازه کې له سلګونو مظاهره کوونکو سره یو ځای شو.
بلخوا شااوخوا ۵۰۰ اعتراض کوونکې سپینې ماڼۍ ته نېژدې په یو پارک کې راټول شوي وو.
همدارنګه اسوشیټېډ پرېس راپور وکړی چې په ګرینزبورو، شمالي کارولینا، چټانوګه، تینیسي، لاس ویګاس، نیواډا او نورو ځایونو کې هم خلکو اعتراضونه کړي.
د دې اعتراضونو تنظیمونکي وايي، د نوومبر په اوومه نېټه د ټرمپ لهخوا د لوی څارنوالۍ د سرپرست په توګه د سشنز د دفتر د رئیس ماتیو وایټکر نومول، یوه قصدي هڅه ده چې غواړي د ځانګړي څېړنونکې رابرټ مولر د څېړنې مخه ډب کړي.
ولسمشر ټرمپ له جف سشنز څخه د استعفا غوښتنه وکړه او بیا یې وایټکر د هغې ځای ناستی کړ چا چې لا دمخه د مولر په څېړنه انتقاد کړی او د محدودولو غوښتنه یې کړې ده.