د میدان وردګ والي محمد عارف شاه جهان له خپلې دندې استعفا وکړه
![د میدان وردګ والي محمد عارف شاه جهان له خپلې دندې استعفا وکړه](https://gdb.rferl.org/8B976077-F4F7-4A93-8217-C7D37BEBA675_w800_h450.jpg)
د میدان وردګ والي محمد عارف شاه جهان له خپلې دندې استعفا وکړه.
د میدان وردګ د ولایت ویاند عبد الرحمن منګل نن ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي شاه جهان د شخصي ستونزو له کبله استعفا کړې ده.
محمد عارف شاه جهان د تېرکال په حوت میاشت کې د میدان وردګ د والي په توګه ټاکل شوی و.
نوموړي تردې مخکې د فراه د والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.