د اتریش صدراعظم: روسيې له یوه افسره د جاسوسۍ په شک تحقیقات کړي
![د اتریش صدراعظم: روسيې له یوه افسره د جاسوسۍ په شک تحقیقات کړي](https://gdb.rferl.org/3B2CBDB5-A620-4551-9E27-08864EF2BB3A_w800_h450.jpg)
د اتریش صدراعظم زباستیان کورتس ویلي د دې هېواد چارواکو د اتریش د پوځ له یوه متقاعد افسر څخه روسيې ته د شلو کلونو لپاره د جاسوسۍ په شک تحقیقات کړي دي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت نن د همدې مسئلې په تړاو د روسيې شارزدافیر احضار کړ او مسکو ته يې خپل را روان سفر هم لغوه کړ.
صدراعظم کورتس نن په ویانا کې خبریالانو ته وویل، دوی په دې مسئله کې له روسيې څخه شفاف معلومات غواړي.
نوموړي وویل، که دوی یقینې شي چې د اتریش د پوځ دې افسر روسيې ته جاسوسي کړې ده نو دا به اروپايي ټولنې او روسيې ترمنځ اړیکو باندې اغېز وکړي.
بل لور ته د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د اتریش سفیر احضار کړی او د اتریش د صدراعظم د تور په اړه يې ترې سپیناوی غوښتی دی.