خوست کې یو ځل بیا له بایو میټریک پرته رایو د باطلېدو غوښتنه وشوه
د خوست لسګونه اوسیدونکي او د ولسي جرګې یو شمېر نوماندان د بیا ځل لپاره د اعتراض په ډول د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون د دروازې مخې ته ورغلل او له یاد کمیسیون څخه يې د عدالت او شفافیت د تامین غوښتنه وکړه.