د هنډبال لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ د کابل کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې
![د هنډبال لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ د کابل کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې](https://gdb.rferl.org/DAAE1314-4EC7-44DA-BD64-76FADB0E0F33_cx33_cy0_cw30_w800_h450.jpg)
د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ د کابل کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د مرکز کابل او ولایتونو نه شااوخوا ۲۰۰ لوبغاړو د بېلابېلو کلبونو په ترکیب کې ګډون کړی وو.
د دغه سیالیو پایلوبه د کابل کلب او پولېتخنیک لوبډلو ترمنځ وشوه چې د ۱۵-۱۸ په نتیجې سره د کابل کلب په بریا سره پای ته ورسېده.
له دغو سیالیو نه ۱۸ غوره څېرې د هنډبال غوراوي کمېټې لهخوا د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې ته غوره شوې.
د یادونې ده چې له دې وړاندې د ښځینه هنډبال ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ د هدایت کلب په اتلولۍ پای ته رسېدلې وې.