د تاجکستان په یوه زندان کې ۵۰ کسان وژل شوي
په تاجکستان کې پټې سرچینې وايي، د هغه هېواد د شمالي ولایت خُجند په یوه زندان کې د نښتې له امله د وژل شویو زندانیانو شمېر ۵۰ دی.
د نومبر په ۷مه د خُجند په یوه زندان کې د بلوا خبر خپور شو.
د تاجکستان حکومت په دې اړه د ډېرو معلوماتو له خپرولو ډده کړې.
د سیمې خلکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې پولیس د بلوا د ځپلو لپاره زندان ته استول شوي او له هغه ځایه د ډزو غږ هم اورېدل شوی و.
په تاجکستان کې یوې حکومتي سرچینې چې د مسئلې د حساسيت په خاطر یې د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کولې، پرون دوشنبه د ازادي راډیو خبریال ته د ۵۰ تنو وژل شویو زندانیانو نوملړ ورښکاره کړی دی.
د ازادي راډیو خبریال ته اجازه نهوه ورکړل شوې چې د لېست عکس واخلي.
د تاجکستان پټو حکومتي سرچینو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د بلوا ضد پولیسو او د زندانیانو ترمنځ په نښته کې ۲۲ بندیان او دوه ساتونکي وژل شوي دي.
د اسلامي دولت وسلهوالې ډلې داعش ادعا کړې چې په خُجند کې د زندانیانو په بلوا کې د دوی وسلهوالو لاس درلود.