د طاهر داوړ د وژنې تپوس به هرو مرو کوو: محسن داوړ
![د طاهر داوړ د وژنې تپوس به هرو مرو کوو: محسن داوړ](https://gdb.rferl.org/17cde312-daa2-48b4-93e8-1e83e0a16cf3_tv_w800_h450.jpg)
له اسلام اباده د اکتوبر پر ۲۷مه د تښتول شوي پېښور پولیس افسر طاهر داوړ مړي ته د هغه د کورنۍ خلک او قامي مشران په حیات اباد کې د وژل شوي پولیس چارواکي د کور خوا کې په انتظار ناست دي او هلته د نوموړي د فاتحې لپاره هم خلک ور-روان دي. هلته له شمالي وزیرستانه د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم ناست دی. هغه د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې ویلي د طاهر داوړ د وژنې تپوس به هرومرو کوي.