اروپایي هېوادونو ته د قرهقل د پوستکي صادرات کم شوي
![اروپایي هېوادونو ته د قرهقل د پوستکي صادرات کم شوي](https://gdb.rferl.org/F38127E7-C5A5-4FAD-B8D5-B79B12A2323B_cx0_cy12_cw80_w800_h450.jpg)
په بلخ ولایت کې د قرهقل د پوستکي انسټټیوټ مسؤلین وایي، اروپايي هېوادونو ته د قرهقل د پوستکي صادرات کم شوي دي.
د دغه انسټټيوټ مدیر محمد عارف ازادي راډیو ته وویل چې په نړیوالو بازارونو کې د قرهقل د تقاضا د کموالي له امله د تېرو کلونو په پرتله د دغه محصول په صادراتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.
د معلوماتو له مخې، د قرهقل پوستکی تر ډېره د افغانستان له شمالي ولایتونو لکه فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ او سمنګان نه ترلاسه کېږي.
د ښاغلي عارف په خبره، د افغانستان د قرهقل پوستکي تر ډېره اروپايي هېوادونو، فنلند، روسیې او ډنمارک ته صادرېږي.
د افغانستان د قرهقل له پوستکي په اروپايي او نورو هېوادونو کې د خولیو، بالاپوشونو، جمپرونو او نورو توکو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي.