ډونالد ټرمپ: د رابرټ مولر پوښتنو ته مې په اسانۍ ځوابونه لیکلي
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ده د ځانګړي پلټونکي رابرټ مولر د پوښتنو ځوابونه په ليکلي بڼه بشپړ کړي دي.
ښاغلى مولر د امريکا د ٢٠١٦ میلادي کال د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د روسيې دخالت څېړي.
ټرمپ پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، د مولر پوښتنو ته يې په اسانۍ ځوابونه ليکلي دي.
ده وويل:
"دا ورځنۍ پوښتنې وې چې ما ځواب کړې، د هغو لپاره مدافع وکيلانو ته اړتيا نه لرم."
ولسمشر ډونالد ټرمپ ونه ويل چې دغه ځوابونه به کله رابرټ مولر ته سپاري.
هغه خپلې پخوانۍ څرګندونې بيا تکرار کړې، هغه دا چې د مولر تحقيقات يوه رسوايي ده او د ده کمپاين او د هغو اجنټانو ترمنځ چې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د حکومت استازيتوب يې کاوه، کوم جوړجاړى نه و.
رابرټ مولر ته له وړاندې د نورو تر څنګ د ټرمپ د ملي امنيت پخواني سلاکار مايکل فلېن او د ټرمپ د کمپاين پخواني مشر پال منافورت پر خپل جرم اعتراف کړى دى.