عراق او ایران له یو بل سره په لویه کچه د سوداګریزو اړیکو ژمنه کړې
![عراق او ایران له یو بل سره په لویه کچه د سوداګریزو اړیکو ژمنه کړې](https://gdb.rferl.org/C20128A2-1313-4CF4-904E-2340F60E3222_cx49_cy12_cw23_w800_h450.jpg)
عراق او ایران له یو بل سره په لویه اندازه د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو پر ایران تازه اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
هغه هېوادونه چې پر ایران د امریکا له بندیزونو په صرف نظر له ایران سره سوداګري کوي، په لویه اندازه له جریمې سره مخ کېږي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې له دې وروسته ښايي له عراق سره د تجارت اندازه په کال کې شل میلیارده ډالرو ته لوړه شي.
ایران او عراق دا مهال په کلني دول په خپلو کې د ۱۲ میلیارده ډالرو سوداګري لري.
له چین وروسته عراق د ایران د صاداراتو تر ټولو ستر مارکېټ دی.