اجرائیه رئيس عبدالله د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره ګوري
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله نن د یو شمېر اروپايي هېوادونو له مشرانو سره ګوري.
عبدالله عبدالله د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره، پرون دوشنبه د نوومبر۱۹مه، د فرانسې پلازمېنې پاریس ته ورسېد.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند، فرېدون خوځون نن ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی عبدالله نن د ملګرو ملتونو د ادارې، یونيسکو له رئیس او د اروپا د اقتصادي همکاریو د پراختیا د ادارې له مشر سره هم خبري کوي.
عبدالله به وروسته د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا سازمان په غونډه په وینا کې د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت خبرې وکړي.