کابل: پر مذهبي غونډې ځانمرګي برید ۴۰ تنه وژلي، ۶۰ ژوبل
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د واده تالار کې له ځانمرګي بریده د چارواکیو په خبره۴۰ تنه وژل شوي او نېږدې ۸۰ تنه نور ژوبل دي. د کال په اورانوس هوټل کې د پیغمبر اسلام د زوکړې په تړاو په ځانګړیو مراسمو کې ځانمرګی برید شوی دی. د عامې روغتیا وزارت وايي د برید له ځایه ورته تر ۴۰ زیات مړي او ۶۰ ټپیان لېږدول شوي دي.
د مرګژوبلې وروستی شمېر لا نه دی څرګند.