د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنې لوبډلې له بنګلهدېشه ماتې وخوړه
د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنې لوبډلې د سبروټو کپ سیالیو په پایلوبه کې له بنګلهدېش نه ماتې وخوړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه بنګلهدېشۍ لوبډلې یو د صفر په نتیجې سره وګټله او د سبروټو کپ اتلولي یې په خپل نوم کړه.
افغان ۱۷ کلنې لوبډلې په دغو سیالیو کې د ۶ بریاوو او یوې ماتې سره دوهم مقام خپل کړ.
د سبروټو کپ سیالۍ له تېر یوه میاشت راهیسې د ۴۰ لوبډلو په ګډون په هند کې روانې وې چې تېره ورځ پای ته ورسېدې.