د کانګفو ملي لوبډلې اتلولي د کابل لوبغاړو وګټله
![د کانګفو ملي لوبډلې اتلولي د کابل لوبغاړو وګټله](https://gdb.rferl.org/7CB00014-8699-46A7-ABD2-B642DE6AD225_cx28_cy32_cw41_w800_h450.jpg)
د کانګفو ملي لوبډلې د لسم پړاو ټاکنیزو سیالیو اتلولي د کابل لوبغاړو وګټله.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د هېواد له ۲۸ ولایتونو نه ۳۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو چې له ډلې یې ۳۸ تنه ملي لوبډلې ته غوره شول.
په دغو سیالیو کې د کابل ولایت لوبغاړو د سرو زرو او سپینو زرو د دوو مډالونو په ترلاسه کولو سره د اتلوالۍ مقام ترلاسه کړ.
د پنجشېر ولایت لوبغاړو بیا د سرو زرو د دوو او د سپینو زرو د یوه مډال سره دوهم او د هرات ولایت لوبغاړو بیا د سرو زرو د یوه او سپینو زرو د دوو مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړ.