لومړۍ مېرمن: په افغانستان کې ښځې د انتقادونو تر فشار لاندې کار کوي
د افغانستان د ولسمشر مېرمن وايي، په افغانستان کې ښځې په حساس موقف کې او د انتقادونو تر سخت فشار لاندې کار کوي.
رولا غني نن سې شنبه د سویس په جنيوا ښار کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه په غونډه کې وویل چې له ټولو ستونزو سره په افغانستان کې د ښځو د مسلکي روزنې پر پروګرامونو پانګونه کېږي.
رولا غني زیاته کړه:
"نن په افغانستان کې موږ په داسې حساس حالت کې یوو چې هرې ښځې ته چې د پرېکړو کولو لپاره څوکۍ ورکړل شوې، په ټيټه یا لوړه کچه، هغه ښځه تر سخت نظارت لاندې وي او د هغې هر مسلکي حرکت تر سختو انتقادونو لاندې څېړل کېږي، په وروستیو څلورو کلونو کې د نړیوالې ټولنې او د ملي یووالي د حکومت په رهبرۍ کې د سیاسي ارادې له برکته، ډېرو ښځو په سیاسي او ټولنیزو چارو کې پرمختګ وکړ، خو ټولو ته یې د بریالیتوب لپاره ضروري روزنه نه ده ورکړل شوې."
د افغانستان د ملي یووالي حکومت په وروستیو کې یوه ښځه رویا رحماني په واشنګټن کې خپله سفیره وټاکله.
دا اول وار دی چې افغانستان کې یوه ښځه واشنګټن ته د سفیرې په توګه ور استوي.