چارواکي: په زابل کې د طالبانو مالي مسؤل نیول شوی
په زابل کې امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو مالي مسؤل نیول شوی دی.
د زابل امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار نن سې شنبه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې مشکوک نیول شوی د پاکستان تبعه دی او په زابل کې یې وسله وال طالبان تمویلول.
مایار وویل، ګومان کېږي چې نیول شوي وګړي به جاسوسي هم کوله.
په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي او په افغانستان کې د پاکستان سفارت هم غبرګون نه دی څرګند کړی.