د باسکټبال فدراسیون: ۴ افغان لوبغاړي د روزلو لپاره ایران ته ځي
![د باسکټبال فدراسیون: ۴ افغان لوبغاړي د روزلو لپاره ایران ته ځي](https://gdb.rferl.org/A4664BD0-33D8-49BB-BE24-2E4A20530178_cx38_cy14_cw62_w800_h450.jpg)
د باسکټبال فدراسیون وايي، تمه ده چې سبا څلور افغان لوبغاړي د ټرېنېنګ لپاره ایران ته ولاړ شي.
د دغه فدراسیون رئیس عبدالصبور عزیزي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه څلور افغان لوبغاړي به د نړیوالو ټرېنرانو لهخوا د باسکټبال په برخه کې وروزل شي.
نوموړي وویل، دغه لوبغاړي تر ډېره د ۱۴ کالو عمر لري.