دانش: په کابل کې پر «G4S» امنیتي کمپ حمله پای ته ورسېده
![دانش: په کابل کې پر «G4S» امنیتي کمپ حمله پای ته ورسېده](https://gdb.rferl.org/F06B3219-C7BC-4417-9EAF-5242DBA8CB5E_cx0_cy16_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې پر «جي.فور.اېس» امنیتي کمپ د تروریستانو وسلهواله حمله پای ته ورسېده.
پهدې کمپ کې ۳۳۰ افغانان او بهرنیان یرغمل نیولي شوي وو.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل:
"متأسفانه پهدې حمله کې لس کسه وژل شوي چې ۶ افغانان، یو بریتانوی وګړی او درې نور مجهول الهویت دي. په حمله کې ۲۷ تنه زخمیان دي چې ۱۱ نیپالیان، ۵ انګلیسان او پاتې افغانان دي."
حمله نن سهار په څلور نیمو بجو پای ته ورسېده او څلور وسلهوال کسان چې حملهیې کړې وه، ټول وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، نصرت رحیمي وویل چې امنیتي ځواکونو پهدې کمپ کې د یرغمل شوېو وګړو امنیت ته د اندېښنې له امله په چټکۍ کار نهشو کولای او له دې امله نښتې تقریباً ټوله شپه دوام وکړ.
د حملې مسوولیت وسلهوالو طالبانو منلی دی.