پوتين: نهغواړو له ډالرو فاصله واخلو، بلکې ډالر له موږ فاصله اخلي
![پوتين: نهغواړو له ډالرو فاصله واخلو، بلکې ډالر له موږ فاصله اخلي](https://gdb.rferl.org/97AC6D30-DA7B-4AEF-8F8C-EA1888608104_w800_h450.jpg)
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په امريکايي ډالرو پر راکړه ورکړه او پر مسکو د امريکا پر بنديزونو انتقاد وکړ.
هغه دا انتقاد په هغه وينا کې وکړ چې پر امريکايي ډالرو د روسيې د اتکا د کمولو د هڅو پر موضوع وه.
ولسمشر پوتين پرون يوه اقتصادي کنفرانس ته په داسې حال کې خبرې وکړې چې وړمه ورځ روسيې د يو میليارد يورو په اندازه بسپنه راټوله کړه.
دا پر ډالرو د تکيې کمولو پر لوري لومړنۍ هڅه ګڼل کېږي.
ولسمشر پوتين پرونۍ غونډې ته وويل:
"موږ نهغواړو له ډالرو فاصله واخلو، بلکې ډالر له موږه فاصله اخلي."
پهدې غونډه کې بهرني تجارتي مشران هم حاضر وو او ولسمشر پوتين وويل چې د امريکا بنديزونو په ډالرو د روسيې د پولي معاملو چارې محدودې کړې دي.
ولادیمير پوتين وويل، په ډالرو د راکړې ورکړې په برخه کې بېثباتي د دې سبب شوې چې زيات هېوادونه د اسعارو متبادلې زېرمې پيدا کړي او له ډالرو بېل د پيسو متفاوت سيستم ايجاد کړي.