«G4S» تأیید کړه چې د کابل حمله کې ۴ افغان او یو بریتانوی وژل شوی
![«G4S» تأیید کړه چې د کابل حمله کې ۴ افغان او یو بریتانوی وژل شوی](https://gdb.rferl.org/90EF3433-F6B5-4985-9BD1-141184C42437_w800_h450.jpg)
د بریتانیې امنیتي شرکت «G4S» نن، پنجشنبه د نومبر۲۹مه، تأیید کړه چې څلور افغان او یو بریتانوی کارکوونکی یې په کابل کې په پرونۍ حمله کې وژل شوي او ۳۲ تنه زخمیان شوي دي.
په بیان کې نهدي ویل شوي چې له زخمیانو څومره کسان د بریتانيې یا د نورو بهرنیو هېوادونو وګړي او څو تنه افغانان دي.
«G4S» په افغانستان کې د بریتانوي ډپلوماتانو د امنیت ټینګولو لپاره کار کوي.
د دې شرکت مشر چارلي بربرېج ویلي چې داسې حملې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مهم ماموریت نه شي ځنډولای.
د «G4S» امنیتي شرکت پر کمپ د حملې مسوولیت وسله والو طالبانو اخېستی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې حمله څلورو تروریستانو کړې وه.