الېس ویلز: جنیوا کې د افغانستان په اړه وروستی بیان ډېر مهم و
![الېس ویلز: جنیوا کې د افغانستان په اړه وروستی بیان ډېر مهم و](https://gdb.rferl.org/02926D09-C48B-4597-B52E-3FA44F0238B8_w800_h450.jpg)
د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ویلز نن پنجشنبه د نوومبر په ۲۹مه، وویل چې د جنیوا په کنفرانس کې د افغانستان په اړه وروستی بیان ډېر مهم و.
الېس ویلز هم په جنیوا کې د افغانستان په اړه په نړیواله غونډه کې ګډون درلود.
هغې نن، پنجشنبه د نومبر۲۹مه، په بروکسل کې د ازادي راډیو له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وویل:
"د نړۍ نېږدې ۶۰ هېوادونو موقع پېدا کړه چې سره را ټول شي او له افغانستانه خپل ملاتړ څرګند کړي."
هغې وویل چې د جنیوا د غونډې پیغام دا و چې هېڅ څوک له افغانستانه نه لېرې کېږي، بالعکس ټول په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.