د وزن پورته کولو افغان لوبډله ازبکستان ته ورسېده
![د وزن پورته کولو افغان لوبډله ازبکستان ته ورسېده](https://gdb.rferl.org/D11E4B5E-8D11-4B58-9262-FA198B0572C0_w800_h450.jpg)
د وزن پورته کوونې افغان لوبډله د ارتانیان په نوم په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ورسېده.
د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د درېیو بېلابېلو عمرونو لوبغاړو ګډون کوي.
د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې د ارتانیان جام په سیالیو کې د ګډون لپاره لس لوبغاړي او یو روزونکی ازبکستان ته په تللي کاروان کې شامل دي.
دا سیالۍ د ډیسمبر میاشتې په پنځمه نېټه پیلېږي او تر درېیو ورځو دوام کوي.