د کرکټ د «T10» په لیګ کې پښتون لوبډله د جدول په سر کې ده
![د کرکټ د «T10» په لیګ کې پښتون لوبډله د جدول په سر کې ده](https://gdb.rferl.org/4B294840-063F-4CAD-A3EA-5963F0C9A34A_cx38_cy21_cw53_w800_h450.jpg)
د کرکټ د «T10» په لیګ کې پښتون لوبډله په پنځو لوبو کې له څلورو بریاوو سره د دغو سیالیو د جدول په سر کې ده.
پښتون لوبډلې تېره شپه په یوه هیجاني سیالۍ کې ماراتا ارابینز لوبډلې ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دې مقام ته ورسېده.
د ټي ټېن لیګ په دوام نن هم دری سیالۍ تر سره کېږي.
لومړی هغه يي د کرېلا او واریرز دوهمه يې د سندیز او بنګال ټایګرز او درېیمه يې هم د پښتون او پنجاب لوبډلې تر منځ په پلان کې ده.
په دغه لیګ کې اته لوبډلې ګډون لري چې پهخپل جوړښت کې يې افغان لوبغاړي هم اخېستي دي.