ډې میستورا: د استانې غونډه د سوریې د خلکو له لاسه وتلی فرصت دی
![ډې میستورا: د استانې غونډه د سوریې د خلکو له لاسه وتلی فرصت دی](https://gdb.rferl.org/1F53C820-B654-489A-B185-1249D643D6B2_cx0_cy14_cw0_w800_h450.jpg)
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په استانه کې د سوریې د سولې وروستۍ خبرې د دې هېواد د خلکو لپاره له لاسه تللی فرصت بللی دی.
سټيفين ډې میستورا دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د قزاقستان په پلازمېنه کې پرونۍ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدلې.
د ډې میستورا دفتر پرون پنجشنبه په یوه بیان کې له دې کبله ژوره خواشیني ښودلې ده چې د اساسي قانون د کمېټې د ترکیب په مسئله کې د لس میاشتني ولاړ حالت د ماتولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ ونشو.
د دې کمېټې دنده به د سوریې په اساسي قانون کې اصلاحات او انتخاباتو ته د لارې هوارول وي.
په بیان کې د ډې میستورا له قوله ویل شوي، د استانې غونډه چې د سوریې د خلکو لپاره یو ښه فرصت و، له لاسه یې ولاړ.
په استانه کې د سوریې د سولې په اړه دوه ورځنۍ غونډه وروسته له هغه جوړه شوه چې ډې میستورا د روسیې، ایران او ترکیې له استازو سره وکتل.
روسیه او ایران د ولسمشر بشارالاسد او ترکیه د دمشق د مخالفو وسله والو ملاتړ کوي.