اورزولا فن در لاین: په افغانستان کې به د جرمني پوځيانو شمېر زیات شي
د جرمني د دفاع وزیره چې په دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلې، تېره ورځيې په بلخ ولایت کې ویلي چې د غوڅ ملاتړ مأموریت پوځيان به ...
د جرمني د دفاع وزیره چې په دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلې، تېره ورځيې په بلخ ولایت کې ویلي چې د غوڅ ملاتړ مأموریت پوځيان به ...
د امریکا متحده ایالاتو پر ۷ پاکستاني شرکتونو بندیزونه لګولي دي. پر دغو پاکستاني شرکتونو دغه بندیزونه د امریکا د ...
سرکاري خبري اژانس تاس د بیړنیو چارو د وزارت په حواله نن خبر ورکړ چې تر اوسه د ۱۰ کسانو برخلیک معلوم نه دی، تر دې وړاندې د ۶۴ کسانو په اړه ویل شوي وو چې په اړه یې معلومات نه شته.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس تاشکند کنفرانس ته هیلهمن دی وايي، په دغه کنفرانس کې به د کابل پروسې...
دغې سیمې ته د کندز د اوسېدونکو تر څنګ د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي له خپل خپلوانو،ملګرو او کورنیو سره د مېله لپاره راځي. امنیتي مسولینو هم د دغه ولایت په مېله ځایونو کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی. په دغه ویډیويي راپور کې اجمل ارین تاسو د ابدان دښتې مېلې ته بیایي ویډیو: اجمل ارین ایډیټ: ابراهیم صافی
د امریکا د متحدو ایالاتو حکومت پر ۷ پاکستاني شرکتونو بندیزونه لګولي دي. رویټرز خبري اژانس نن دا خبر خپور کړی دی. د رویټرز په حواله، د امریکا حکومت پر هغو شرکتونو بندیز لګولی چې د اټمي ټکنالوژۍ له تجارت سره د ارتباط له امله تر شک لاندې دي. دا اقدام به د پاکستان هڅو ته زیان ورسوي چې غواړي د هغې نړیوالې ډلې غړی شي چې په نړۍ کې د اټمي وسلو پر سوداګرۍ کنټرول لري.
د جرمني دفاع وزیرې ویلي چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي. د بلخ د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د جرمني د دفاع وزیره اورزولا فن در لاین بلخ ته ورغلې او هلته یې د شاهین قول اردو له قوماندان سره د خپلو پوځيانو پر فعالیت خبرې کړي دي. ښاغلي رضايي وویل چې د جرمني د دفاع وزیرې ویلي چې په نېږدې وخت کې به یې اضافي پوځيان افغانستان ته واستول شي، خو دقیق وخت یا شمېر یې نه دی څرګند کړی. د جرمني دفاع وزیره په دوه ورځني سفر بلخ ته تللې ده. ... Читать дальше...
د اتوار پر ورځ په کراچۍ کې د پاکستان سوپرلیګ په نوم د ۲۰ اوریزه کرکټ اتلولۍ پایلوبه د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې وګټله. پېښور زلمي لومړی بیټېنګ وکړ او ۱۴۸ منډې یې جوړې کړې چې وروسته د اسلام اباد لوبډلې په ۱۷م اوور کې هدف پوره کړ. د لوبې نندارې لپاره د پېښور په قیوم سټېډییم کې لویه پرده لګېدلې وه چې ورته ګڼ خلک ورغلي ول. ویډیو وګورئ.
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن دوشنبه د افغانستان د سولې په اړه نړیوال کنفرانس پېل شو. په دې کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشر په ګډون، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشره او د امریکا، روسیې، چین، سعودي عربستان او پاکستان په ګډون د ۲۰ هېوادونو استازي ګډون لري. دا غونډه سبا پای ته رسېږي او پرېکړې به یې په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان شي. د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تاشکند کې پېل شوې غونډه خورا... Читать дальше...
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن دوشنبه د افغانستان د سولې په اړه نړیوال کنفرانس پیل شو. په دې کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشر په ګډون، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشره او د امریکا، روسیې، چین، سعودي عربستان او پاکستان په ګډون د ۲۰ هېوادونو استازي ګډون لري. دا غونډه سبا پای ته رسېږي او پرېکړه بهیې په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان شي. د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تاشکند کې پېل شوې غونډه خورا... Читать дальше...
د ایران حکومت د امریکا پر جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې چې جان بولتن یې د ملي امنیت په چارو کې د خپل سلاکار په توګه ګومارلی دی. جان بولتن پخوا په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر و. د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني ویلي چې د امریکا ولسمشر خرابه پرېکړه کړې او واشنګټن د تهران د رژیم د نسکورولو په تمه دی. خو د بولتن یوه ویاند دا څرګندونې رد کړي او د ایران له لوري د "پروپاګند" برخه یې بللې دي. د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني ویلي چې جان بولتن په ۲۰۱۷ میلادي کال کې... Читать дальше...
د سوپر ليګ پایلوبه بيګا په کراچۍ نېشنل لوبغالي کې وشوه چې پکې اسلام اباد يونایټېډ د پېښور زلمې ته په درېو وکټو ماتې ورکړه.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، په ۹۷م لمریز کال کې یې د انټرنټي خدمتونو په بیو کې کموالی راوستی دی. د دغه وزارت سلاکار خان زمان امرخېل نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د افغان ټیلي کام په «تري جي» انټرڼت کې ۱۰ فیصده کموالی راغلی او د کورنیو لپاره د همدغه سیستم په انټرنټ کې ۳۷،۵۰ فیصده کموالی راغلی دی. ښاغلي امرخېل وویل، د تعلیمي او تحصیلي ادارو د انټرنټي خدمتونو د بیو د ټیټوالي اندازه ۴۰ فیصده ده. د مخابراتو وزارت سلاکار دا هم وویل، دغه انټرنټي بیې د روان کال له لومړۍ نېټې نه د پلي کېدو په حال کې دي. Читать дальше...
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، په ۹۷م لمریز کال کې یې د انټرنیټي خدمتونو په بیو کې کموالی راوستی دی. د دغه وزارت سلاکار خان زمان امرخېل نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د افغان ټیلي کام په «تري جي» انټرڼیت کې ۱۰ فیصده کموالی راغلی او د کورنیو لپاره د همدغه سیسټم په انټرنیټ کې ۳۷ عشاریه ۵۰ فیصده کموالی راغلی دی. ښاغلی امرخېل وویل، د تعلیمي او تحصیلي ادارو د انټرنیټي خدمتونو د بیو د ټیټوالي اندازه ۴۰ فیصده ده. د مخابراتو وزارت سلاکار دا هم وویل، دغه انټرنیټي بیې د روان کال له لومړۍ نېټې نه د پلي کېدو په حال کې دي. Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په هېواد کې د شاتو حاصلات د تېرو کلونو په نسبت ۲۴ فیصده زیات شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، په ۹۶م لمریز کال کې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ټول ۲۱۰۰۰ ټنه شات راټول شوي دي. ښاغلي رستمي وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت د مچیو د پالنې پروژه، په روان کال کې د شاتو د سکتور د پراختیا لپاره یو لړ پروګرامونه ترتیب کړي چې له پلي کېدو سره به يې د شاتو حاصلات، له دې هم زیات او کیفیت لرونکي شي. ښاغلي رستمي وویل،... Читать дальше...
د کابل ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د تاشکند د غونډې او په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ د تورونو د ...
د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغان پوځ له لوري د نصرت په نوم په پیل شویو عملیاتو کې ۱۷ وسلهوال طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوی. پهدې عملیاتو کې ۲ افغان سرتېري او ۸ وسلهوال طالبان ټپيان هم دي. د والي ویاند دوست محمد نایاب د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه عملیات چې بهرني ځواکونهيې هم ملتیا کوي له تېرو درې ورځو راهیسې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند «ګوګرک» سیمه کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف پیل کړي دي. نوموړی وايي،... Читать дальше...
د کونړ په چپه دره کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش یو قوماندان وژل شوی او یو ټپي شوی دی. د کونړ امنیې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د چپې درې پر ولسوالۍ برید کړی چې پهکې د داعش یو قوماندان وژل شوی او بل ملګری يې ټپي شوی دی. دهقان وايي، په یاد برید کې ولسي وګړو ته زیان نهدی رسیدلی. تر اوسه داعش ډلې پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د مصر خلک نن دوشنبه د خپل هېواد نوی ولسمشر ټاکي. اوسنی ولسمشر عبد الفتاح السیسي چې د جمهوري ریاست دوره يې ختمه شوې ده، ډاډه دی چې د یوې بلې څلور کلنې دورې لپاره به منتخب شي. د رأیو ورکول نن پیل شول او تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې به د درې ورځو لپاره دوام وکړي. تمه کېږي چې د مصر د ولسمشرۍ د دې انتخاباتو رسمي پایلې راتلونکې دوشنبې اعلان شي. په انتخاباتو کې شاوخوا ۶۰ میلیونه مصریان نوی ولسمشر ټاکي. موسی مصطفی یوازینی کاندید دی چې د عبدالفتاح السیسي پر وړاندې په انتخاباتو کې سیالي کوي.
په کونړ ولایت کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې تر اوسهيې په ولایت کې وسلهوالو مخالفینو یو ښوونځی هم نهدی تړلی، خو ...
په کونړ ولایت کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې تر اوسه يې په ولایت کې وسلهوالو مخالفین یو ښوونځی...
په لښکرګاه کې د اعتراض په ډول د درول شوې خیمې سره ښځې هم یوځای شوي. دغه ځوانان او ښځې چې د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو څخه راټول شوي دي، د لښکرګاه د وروستي ځانمرګي برید په اعتراض کې چې شاوخوا ۲۰ تنه يې د ماشومانو او ځوانانو په شمول ووژل په اعتراضي ډول یې خېمه درولې ده. په خیمه کې ناست لسګونه ځوانان او ښځې وايي، تر هغو به دغه اعتراض ته ادامه ورکوي چې وسله وال سولې ته غاړه کښېږدي. دوی د یکشنبه په ورځ پر وسله والو غږ وکړ چې نور د جنګ او وژنو ستړي دي، د حکومت سره دې سوله وکړي. په لښکرګاه کې وروستی... Читать дальше...
د هلمند ولایت یو شمېر ځوانانو د لښکرګاه د وروستي برید په اعتراض کې خیمه درلولې او له وسلهوالو طالبانو غواړي چې د حکومت سره خبرو ته کښیني.
د هلمند ولایت یو شمېر ځوانانو د لښکرګاه د وروستي برید په اعتراض کې خیمه درولې او له وسلهوالو طالبانو غواړي چې ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости