د طالبانو یو قوماندان په جوزجان ولایت کې وژل شوی
د وسلهوالو طالبانو یو قوماندان پرون یکشنبه په جوزجان ولایت کې وژل شوی دی. د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي ازادي راډيو ته وویل چې د ملانواب په نوم د وسلهوالو طالبانو دا قوماندان پرون مازیګر په پولیسو باندې تر یوه ناکامه کمین وروسته ووژل شو. ښاغلی خاشي وايي، د هغه دوه ملګري ټپیان دي او پاتې پنځه کسان له سیمې په تېښته بریالي شوي دي. د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې پهدې پېښه کې د خپل یوه ملګري وژل کېدل او د دوو نورو ژوبلېدل تأیید کړي دي.