افغان لوبغاړی ګلبدین نایب کامياب ال راونډر معرفي شوی
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی ګلبدين نايب د نړيوال کپ د غوراوي په سياليو کې د کامياب ال راونډر «بالر او بېټسمین» معرفي شوی. د کريک انفو د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، نايب خپل بېټنګ او بالېنګ له پخوا ښه کړی او په لوبډله کې يې د باوري لوبغاړي ځای پیدا کړی دی. ۲۷ کلن نایب تر اوسه پورې د افغانستان لپاره په ۷۹ سياليو کې لوبېدلی دی. هغه په يو ورځنیو ۴۱ سياليو کې ۶۱۵ منډې جوړې کړي او ۲۹ وېکټې يې اخيستې دي. هغه په ۲۰ اووريزو ۳۸ سيالیو کې ۴۳۲ منډې جوړې کړي او نهه لوبغاړي یې سوځولي دي.