نړیوالې ټولنې د افغانستان په اړه د تاشکند د غونډې ملاتړ وکړ
نړیوالې ټولنې د تاشکند په کنفرانس کې د افغانستان د سولې له پروسې کلک ملاتړ څرکند کړ. ملګرو ملتونو، د امنیت د نړیوالې شورا پنځو دایمي غړو، اروپايي ټولنې او څه د پاسه ۱۰ نورو هېوادونو د افغانستان په اړه د تاشکند په دوه ورځنۍ غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني. د کنفرانس په اعلامیه کې راغلي دي چې روغه جوړه د افغانستان د جګړې د ختمولو تر ټولو غوره لار ده او سیمهییز هېوادونه او نړیواله ټولنه په دې برخه کې له طالبانو سره د سولې د مستقیمو خبرو په باب د افغان حکومت د پېشنهاد ملاتړ کوي. Читать дальше...