چارواکي: په غزني کې ۳۹ طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوي
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او اندړو ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۳۹ وسله وال طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوي او ۱۸ وسله وال طالبان او یو افغان سرتېری ټپیان شوي دي. د والي ویاند محمد عارف نوري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه هوايي او ځمکني عملیات له هغه وروسته د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف ترسره کړل کله چې وسله والو طالبانو د غزني او پکتیکا د لويې لارې د تړلو هڅه کوله اوپه یاده لاره کې یې جرونه وهل او په خبره یې چې وروسته بیا د یادې لارې په... Читать дальше...