Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2018

Новости за 11.05.2018

په اسلام اباد کې د افغان زده کونکو د فراغت سندونه واخستل

Mashaalradio.com 

لسګونه افغان زده کوونکو د اسلام اباد له نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د فراغت سندونه تر لاسه کړل. په دې لړ کې پرون په پوهنتون کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې ورته په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم وربلل شوی وو.

عراقي ځواکونو د داعش د وسله والې ډلې ۵ لوړپوړي مشران ونیول

Pa.azadiradio.com 

عراقي ځواکونو د هغو سوریايي یاغیانو په مرسته چې امریکا یې ملاتړ کوي، پرون د داعش د وسله والې ډلې پنځه لوړپوړي مشران ونیول. د ائتلاف د ځواکونو ویاند راین ډیلون ددې کسانو نیول داعش ډلې ته یو دروند ګوزار بللی دی. د عراق دولتي ټلویزيون د داعش نیول شوي مشران د صدام الجمیل، محمد القادر، اسمعیل العداوي، عمر الخربولی او حسام الزوابي یاد کړي دي. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټوېټر له لارې ددې کسانو د نیول کېدو هرکلی کړی دی.  د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي چې ویل کېږي تر اوسه ژوندی دی، په نیول شويو کسانو کې نه دی شامل. Читать дальше...



امریکا: ملګري ملتونه دې له ایراني تاسیساتو څار ته دوام ورکړي

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکي وايي، له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې څخه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وتلو د اعلان سربېره، سپینه ماڼۍ غواړي چې د ایران پر تاسیساتو د ملګرو ملتونو هغه څارنه دوام وکړي چې دې تړون ورته اجازه ورکړې. څو ورځې وروسته له هغې چې ولسمشر ټرمپ له ایران سره د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو له تړونه ووت، پرون یو لوړپوړي امریکايي چارواکي اسوشېډېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، امریکا به د ایران پر اټمي تاسیساتو د ملګرو ملتونو د څارنې د جدي عملي کېدو ملاتړ ته دوام ورکړي. له ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي... Читать дальше...

د جلال اباد اوسېدونکي د مرکزي روغتون ډاکتران په بې پروايۍ تورنوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي د جلال اباد مرکزي روغتون ډاکتران له ناروغانو سره په بې پروايۍ تورنوي. په ټولنیزو او يو شمېر نورو رسنیو کې د مرکزي روغتون ډاکترانو په اړه د خلکو غبرګونونو هغه مهال زور واخیست چې د يوه مار چيچلي ناروغ زخم چينجي وکړل. ښاريان وايي، دې ته ورته نورې ډېرې پېښې په روغتونونو کې شوي چې یو مهم لامل يې د ډاکټرانو بې پروايي ده. دوی وايي هغه ډاکتران چې له ناروغانو سره په بې پروايۍ تورن دي او که پرې تورونه ثابت شي، نو عدليي او قضايي ارګانونو ته دې وسپارل شي چې د دا ډول پېښو مخه ونيول شي. Читать дальше...

د پېښور په یوه هوټل کې چاودنې ۵ کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې چارواکي وايي چې د دې ښار په جي ټي روډ په یوه شخصي هوټل کې چاودنه شوې او ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د پېښور ښار امنیتي او د ۱۱۲۲ ژغورنې ادارې چارواکو رسنیو ته ویلي، د جمعې په شپه ناوخته د پېښور ګلبهار سیمې ته څېرمه په بلال ټاون نومي سیمه کې یوه چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۵ کسان یې وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، په چاودنه کې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي. چارواکي وايي چې د پېښې ټپیان یې د درملنې... Читать дальше...



ډونالد ټرمپ د جون په ۱۲مه له کیم جونګ اون سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې د راروانې جون میاشتې په ۱۲مه به د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره په سنګاپور کې وګوري. ټرمپ پر ټوېټر په یو پیغام کې لیکلي چې دی او کیم به هڅه وکړي چې په نړۍ کې د سولې لپاره یوه ځانګړې شېبه رامنځ ته کړي. ښاغلي ټرمپ له دې اعلانه څو ساعته مخکې د هغو درېیو امریکايي وګړو هرکلی وکړ چې شمالي کوریا له بنده خوشې کړل. دا درې کسان چې یو کیم دونګ چال، دوهم کیم سونګ دوک او دریم یې هاک سانګ نومېږي، پرون په یوه پوځي الوتکه کې د امریکا متحدایالاتو ته ولېږدول شول. ټرمپ... Читать дальше...

د اسرائیل پوځ وایي، په سوریه کې یې د ایران د پوځ مرکزونه ویشتلي

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل پوځ وايي چې په سوریه کې یې د ایران د پوځ ګڼ شمېر مرکزونه په توغندیو ویشتلي دي. اسرائیل د دې اقداماتو خبر وروسته له هغه ورکوي چې د ګولان په لوړو کې پرون نېږدې شل توغندي ولګیدل. اسرائیلي چارواکو وویل، دا توغندي د ایران د سپاه پاسداران ځواک په امر توغول شوي وو. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون په یوه پیغام کې چې رسنیو خپور کړ، وویل چې د دې توغندیو هدف د ایران د برید په وړاندې ځواب و. نوموړي وویل: "ایران له خپل حده واوښت، زموږ اقدام ځوابي و، زموږ پوځ په سوریه کې د ایران پر... Читать дальше...

لاوروف: د امریکا بندیزونه باید د تهران اټمي موافقه زیانمنه نه کړي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ ګواښ کړی چې د ایران له اټمي موافقې څخه وځي، د جرمني او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې د دې تړون پرسر د رامنځ ته شوي کړکېچ د حل لپاره به ګډ کار وکړي. سرګي لاوروف پرون په مسکو کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره له لیدنې وروسته وویل، مهمه داده چې د امریکا نوي بندیزونه باید له تهران سره اټمي موافقه زیانمنه نه کړي. لاوروف له ماس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې له ایران سره د اټمي موافقې پنځه اړخونه روسیه، جرمني، چین، بريتانیا او فرانسه باید د دې مهم سند د ژوندي پاتې کېدو لپاره ګډ کار وکړي.

مېرکل: جرمني به د ایران له اټمي موافقې سره ژمن پاتې شي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمې د ایران ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د ایران له اټمي موافقې سره ژمن پاتې شي. انګلا مېرکل د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په ټيليفوني خبرو کې په دې اړه څرګندونې کړي، خو په عین حال کې د جرمني د حکومت ویاند وايي، مېرکل روحاني ته وویل چې ایران باید له پلان سره سم خپلې مکلفیتونه ترسره کړي. د جرمني د حکومت د ویاند ستیفن زایبرت په وینا، مېرمن مېرکل د ګولان په لوړو کې د اسرائیلو د پوځ پر اډو د ایران پرونۍ راکټي حملې هم وغندلې.

امریکا د ایران پر ۳ موسسو او د سپاه پاسداران پر ۶ غړو بندیزونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

متحدایالاتو د ایران پر درېیو دولتي موسسو او د سپاه پاسداران انقلاب پر اړوندو شپږو افرادو نوي بندیزونه اعلان کړل. له دې اعلان څخه دوه ورځې مخکې ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې هېواد یې د ایران له اټمي موافقې څخه وځي. د امریکا د خزانې وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې نوي بندیزونه د ایران پرضد له متحده عربي اماراتو سره د امریکا د ګډو اقداماتو یوه برخه ده او هدف یې د اسعارو د تبادلې د هغې شبکې ویجاړول و چې په سیمه کې د ورانکارو فعالیتونو او له نیابتي ډلو سره د مرستې لپاره یې سپاه پاسداران او... Читать дальше...

ولسمشر غني د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه له قوماندان سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر اشرف غني او د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندان د افغانستان د راروانو انتخاباتو او د ترورېزم پرضد د مبارزې په اړه خبرې وکړې. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي چې جنرال جوزف ووټل پرون غرمه له ولسمشر غني سره په ارګ کې وکتل او د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پیاوړي کېدو ټینګار وکړ. د ارګ خبرپاڼه د جنرال ووټل له قوله زیاتوي چې نوموړی وايي، متحدایالات به د افغانستان له خلکو سره په څنګ کې وي. د ارګ په خبرپاڼه کې د دې خبرو نور جزییات نه دي خپاره شوي.

افغان حکومت د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت لپاره نوي اقدامات نیولي

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت لپاره نوي اقدامات په پام کې نیولي دي. په دې اړه پرون په ارګ کې د ولسمشر، د دفاع او کورنیوچارو د وزیرانو او نورو چارواکو په ګډون، په یوه غونډه کې بحث وشو. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي چې په دې غونډه کې د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت پلان نوی شوی او پراخ شوی دی، خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي. په هغه ویډیو کې چې له خبرپاڼې سره یوځای رسنیو ته استول شوې، په کابل کې د امریکا سفیر جان باس، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړی... Читать дальше...

ملګري ملتون: د نوم لیکنې پر مرکزونو حمله، پر ډموکراسۍ حمله ده

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو حمله، پر ډموکراسۍ حمله ده. په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما په یوه بیان کې چې پرون پنجشنبه خپور شو، ویلي چې د نوم لیکنې د بهیر له پیله یې د انتخاباتو اړوند ۲۳ حملې او امنیتي پېښې ثبت کړې دي. یوناما وايي، په دې حملو کې ۲۷۱ ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي. په بیان کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو له قوله راغلي چې نوموړی وايي، ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې سره په ګډه... Читать дальше...

ملګري ملتونه: د نوم لیکنې پر مرکزونو حمله، پر ډموکراسۍ حمله ده

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو حمله، پر ډموکراسۍ حمله ده. په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما په یوه بیان کې چې پرون پنجشنبه خپور شو، ویلي چې د نوم لیکنې د بهیر له پیله یې د انتخاباتو اړوند ۲۳ حملې او امنیتي پېښې ثبت کړې دي. یوناما وايي، په دې حملو کې ۲۷۱ ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي. په بیان کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو له قوله راغلي چې نوموړی وايي، ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې سره په ګډه... Читать дальше...



Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Джиган о «Выжить в Дубае»: «Понимал, приеду — буду жрать тараканов, а у меня диета. Опять стану жирным!»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы


Андрей Рублёв

Теннисисты Рублев, Хачанов и Самсонова не сыграют на Олимпиаде-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России