Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2018

Новости за 13.05.2018

د ایران یوې محکمې د داعش ډلې اته غړي په اعدام محکوم کړل

Pa.azadiradio.com 

د ایران یوې محکمې د ترویستي حملو په تړاو د اسلامي دولت ډلې یا داعش اته غړي په اعدام محکوم کړي دي. په دغو حملو کې چې د تېر مېلادي کال په جون کې په تهران کې پر پارلمان او د ایات الله خمیني پرمقبرې وشوې، اتلس تنه وژل شوي و. دغه حکم په تهران کې د ایران اسلامي انقلابې محکمې نن اعلان کړ. د اتلسو نورو تورنو محاکمې تراوسه روانې دي. ایران ویلي چې پنځه وسله وال او انتحاریان چې په دغو حملو کې ووژل شول مخکې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې په لیکو کې جنګېدلي و. د انقلابي محکمې مشر موسي غضنفر ابادي... Читать дальше...



عامو افغانانو ته په کابل کې د برښنایي تذکرو ۴ مرکزونه پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د نفوسو د ثبت د ادارې چارواکي وایي چې په کابل کې د عامو افغانانو لپاره د برښنایي تذکرو د وېش د لومړني مرکز په پرانیستل کېدو سربېره څلور نور مرکزونه به هم په دې ښار کې پرانیستل شي او وروسته به دغه لړۍ نورو ولایتونو ته وغځول شي. په کابل کې دغه لومړنی مرکز د شنبې په ورځ په کارته چهار سیمه کې پرانیستل شو. د برښنایي تذکرو د وېش بهیر شااوخوا دوه اوونۍ مخکې په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني له لورې پیل شو او ولسمشر، لومړۍ مېرمن، د ولسمشر مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو برښنایي تذکرې واخیستې، خو عام ولس لا هم دغو تذکرو ته انتظار باسي. Читать дальше...

په هلمند کې د ملي اردو یوې هلیکوپټرې بېړنۍ ناسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي اردو یوه هلیکوپټره په هلمند کې له بېړنۍ ناستې وروسته ویجاړه شوې، خو سپرلۍ یې ورڅخه روغه وتلې ده. دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغان هوايي ځواک دغه هلیکوپټر نن سهار وختي د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په یخچال کلي کې د تخنیکي ستونزې له کبله بېړنۍ ناستې ته مجبوره شوه. دفاع وزارت ويلي چې هلیکوپټره د هوایي بمبارۍ په وسیله ویجاړه او عمله یې په مصون ډول د شوراب اډې ته یووړل شول.

په صوابۍ کې د پاکستان زنده باد تحریک جلسه شوې

Mashaalradio.com 

د خالي پر مازیګر په صوابۍ کې د جلسې مشري د پاکستان پوځ یوه پخواني مېجر فضل اکرم کوله. ده جلسې ته په خپله وینا کې وویل چې د قامیت او سمتپالنې په نوم د پاکستان ضد سازشونه روان دي. جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول خو د سیلۍ له کبله یې شمېر کم شو. په جلسه کې پر پښتون تحفظ غورځنګ تورونه پورې شول چې تحریک یې تل ردوي. ویډیويي رپورټ.



چارواکي: په غزني کې ۵سیمه ییز پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خواجه عمري او د یک ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو پرمهال ۵ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د یادو بریدونو پرمهال وسله والو طالبانو ته هم مرګه ژوبله اوښتې. ښاغلی نوري وايي، په همدې شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت په اندړو او جعتو ولسوالیو کې هم پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې افغان ځواکونو بریدونه پرشا تمبولي دي. نوموړي زیاته کړه چې په دغه بریدونو کې پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. Читать дальше...

مهدي حسن: په شمالي وزیرستان کې د ښوونځیو ورانول دې وڅېړل شي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په شمالي وزیرستان کې د نجونو د ښوونځیو ورانول غندلي د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشر ډاکټر مهدي حسن د یوې خبرپاڼې د خپرولو په ترڅ کې په شمالي وزیرستان کې د ښوونځیو ورانول غندلي او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت دې په شمالي وزیرستان کې د نجونو پر ښوونځیو د ترسره شویو بریدونو په اړه شفاف تحیقات وکړي او پایلې دې یې له خلکو سره شریکې کړي او په خبره یې، ریاست په قانوني او اخلاقي توګه په دې مکلف دی چې په پاکستان کې د هر ماشوم ښوونځي ته تګ یقيني کړي. دا په داسې... Читать дальше...

کرنې وزارت په ۳۰زره هکتاره ځمکه کې نوي باغونه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې سږ کال د هېواد په کچه په دېرش زره هکتاره ځمکه کې نوي باغونه جوړ کړي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه باغونه د باغدارۍ د ملي پالیسۍ له مخې جوړېږي. نوموړی زیاتوي چې په دې سره به د افغانستان د مېوو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې تېرکال افغانستان د ۸۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت بهرته صادرات لرل چې ۸۵ سلنه یې کرنیز توکي وو. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس... Читать дальше...

سپاهي زاده: د حیرتان بندر له لارې د صادراتو چمتووالی روان دی

Pa.azadiradio.com 

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي، چمتووالی روان دی چې د حیرتان بندر د ریل پټلۍ له لارۍ د واګونونو په واسطه بهرته صادرات پیل شي. شیراحمد سپاهي زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې مخکې یوازې له دغې لارې افغانستان ته واردات کېدل خو اوس دغه ستونزه حل شوې ده. نوموړی وايي چې په حیرتان بندر کې د دغو واګونونو په واسطه د افغان سوداګرو د تولیدي توکو د صادرولو لپاره بشپړه چمتووالی موجود دی. ښاغلی سپاهي زاده وايي چې له دې وروسته به د حیرتان بندر د ریل پټلۍ له لارې جنوبي هېوادونو، روسیې او چین ته وچې... Читать дальше...

ملي اردو: په کندهار، زابل او ارزګان کې ۶۱ وسله وال مړه او ژوبل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار، زابل او ارزګان کې د ملي اردو ځواکونه د ۶۱ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي. په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ۲۰۵ اتل قول اردو د درېيمې او څلورمې پلې لوا ځواکونو په عملياتو کې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ۵ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. سرچينه وایي، د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې هم د ملي اردو د ځواکونو په عملياتو کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي. په خبر پاڼه کې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د دولت پر... Читать дальше...

پاکستان یو امریکايي ډیپلوماټ ته له هېواده د وتلو اجازه نه ده ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان امنیتي چارواکي او محلي رسنۍ وايي، دې هېواد یو امریکايي ډیپلوماټ جوزف امانوئل ته چې په یو ترافیکي پېښه کې ښکېل و، اجازه نه‎ده ورکړې چې له پاکستانه ووځي. «د نیشن» او «ایکسپرس ټربیون» پاکستانیو ورځپاڼو د راپور پر بنسټ له دې یوه ورځ مخکې په اسلام‎اباد کې یوې محکمې اعلان وکړچې د اپریل په اوومه نېټه د هغې ترافیکې پېښې په اړه چې یو ۲۲ کلن موټر سایکل چلوونکی په‎کې ووژل شو، د دې امریکايي ډیپلوماټیک مصؤنیت صدق نه‎کوي. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د دوو امنیتي چارواکو له خولې چې نوم یې نه‎دی اخېستل... Читать дальше...

۸ افغان سرتیري د "ماته نه مننونکو" لوبو لپاره غوره شوي

Pa.azadiradio.com 

اته افغان سرتېري چې په جګړه کې ټپیان شوي دي، د "ماته نه مننونکو" لوبو کې د ګډون لپاره غوره شوي دي. په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې دا اته تنه پرون شنبې د ناټو په مرکز کې د شاوخوا ۴۰ تنو ترمنځ د سیالۍ له لارې انتخاب شول. د ناټو د ماموریت د ټویټر پرپاڼه په خپرې شوې ویډیو کې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ټپي شوېو افغان سرتېرو ته په وینا کې وايي: "موږ په نړیواله ټولنه، په ځانګړي توګه په افغانستان او د ناټو د قاطع... Читать дальше...

خوست چارواکي: په تڼیو کې له صفري نقطې اغزن تار بېرته ورټول شو

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، پاکستانیو پوځیانو هغه اغزن مزي چې د خوست د تڼیو په ولسوالۍ کې يې د صفري نقطې څخه د افغانستان په لوري کې غځولی وو، بېرته ټول کړی دی.  د شنبې ورځې ناوخته د سویل ختیځ زون د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال راز محمد مندوزي ازادي راډیو ته وویل، څو ورځې وړاندې يې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتو د تڼیو په سیمو کې د غځول شوي اغزن تار په اړه د پاکستانیو جنرالانو سره خبرې کړې وې او د هماغو خبرو په نتیجه کې پاکستاني لوري غځول شوی اغزن تار بېرته ټول کړ. جنرال مندوزي وویل، افغان... Читать дальше...


Музыкальные новости
Дима Билан

Анна Asti и Дима Билан стали лучшими исполнителями по версии премии МУЗ-ТВ





Rss.plus
Олимпиада

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады




Завершение госпрограмм: банки останавливают прием заявок на льготную ипотеку

Два оркестра из Асбеста - лауреаты фестиваля

Круизная компания «Созвездие» из Москвы выходит в Новосибирск

Сотрудники Королевского ОВО задержали гражданина в федеральном розыске




خوست چارواکي: په تڼیو کې پر صفري نقطې اغزن تار بېرته ټول شو

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، پاکستانیو پوځیانو هغه اغزن مزي چې د خوست د تڼیو په ولسوالۍ کې يې د صفري نقطې څخه د افغانستان په لوري کې غځولی وو، بېرته ټول کړی دی.  د شنبې ورځې ناوخته د سویل ختیځ زون د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال راز محمد مندوزي ازادي راډیو ته وویل، څو ورځې وړاندې يې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتو د تڼیو په سیمو کې د غځول شوي اغزن تار په اړه د پاکستانیو جنرالانو سره خبرې کړې وې او د هماغو خبرو په نتیجه کې پاکستاني لوري غځول شوی اغزن تار بېرته ټول کړ. جنرال مندوزي وویل، افغان... Читать дальше...

جوزف ووټل: د افغان ځواکونو ټولې اړتیاوې به ارزیابي شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل وايي، امریکايي پوځ به د افغان ځواکونو د تجهیزاتو او مهارتونو په برخه کې ټولې اړتیاوې وڅېړي، څو یې په اړه بیړني اقدامات وکړي. د افغانستان د ملي امنیت د شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ووټل دا خبره د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې ده. خبرپاڼه وايي چې دواړو لورو د افغان ځواکونو پر اړتیاوو او هوايي ځواکونو د تجهیز او همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې. همدا راز د افغانستان... Читать дальше...

اعتراض کوونکي: د ګُرجستان د کورنیو چارو وزیر او صدراعظم دې استعفا وکړي

Pa.azadiradio.com 

په ګُرجستان کې په زرګونو کسان د دې هېواد د پلازمېنې تبلیسي لارو کوڅو ته راووتل او د کورنیو چارو د وزیر او صدراعظم د استعفا غوښتنه یې وکړه. دوی د مخدره موادو پر ضد د پولیسو پر هغو عملیاتو غوسه وو چې په دوو نایټ کلبونو یې ترسره کړي وو. پرون شنبه د ګُرجستان د پارلمانه بهر شاوخوا ۴ زره کسان راټول شوي وو چې نڅاګانې یې کولې او په لوړ غږ یې موسیقي غږوله. د ګُرجستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د شنبې په سهار وختي یې د مخدره موادو اته تنه پلورونکي له دوو نایټ کلبونو څخه نیولي دي. خو یو شمېر خلک اعتراض... Читать дальше...



Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Григорий Лепс

StarHit: Лепс приехал на премию МУЗ-ТВ с невестой, 18-летней студенткой МГИМО




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


Анна Курникова

Курникова показала трогательные фото Энрике Иглесиаса



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


VIP

Концертный директор для музыкантов. Концертный директор для певцов. Концертное агентство в Москве. Букинг агентство. Организация концертов и гастролей.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России