لاوروف او ظریف د ایران د اټمي تړون په اړه د نږدې اړیکو ژمنه وکړه
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره موافقه وکړه چې د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون په اړه به نږدې اړیکې ولري. سرګي لاوروف او محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ په مسکو کې سره ولیدل. لاوروف د دغو خبرو په پیل کې وویل چې د ایران د اټمي تړون ټول پاتې اړخونه د دغه تړون په خوندیتوب کې د پام وړ ګټې لري، نو ځکه د هغه په خبره، ټول په ګډه د یو بل د ګټو دفاع ته اړتیا لري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر وروسته وویل چې روسیې د دغه تړون د درناوي لپاره چمتووالی وښود. جواد ظریف تر دې سفر دمخه پیکېنګ ته تللی و . Читать дальше...