Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2018

Новости за 21.05.2018

د دته خېل ولس د خپل بازار خلاصولو غوښتنه کوي

Mashaalradio.com 

د شمالي وزیرستان دته خېل تحصیل اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د دغه سیمې یواځینی بازار دې ورته خلاص کړي. د دته خېلو بازار د ۲۰۱۴م کال پوځی عملیاتو په وخت تړل شوی چې لا هم بند دی.

په کندهار کې د شورابک ولسوالۍ د سیمه‌يیزې شورا مشر وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

نامعلومه وسله‌والو نن د کندهار ښار په ۱۴مه حوزه کې د شورابک ولسوالۍ د سیمه‌يیزې شورا مشر وژلی دى. د کندهار د والي ویاند محمد داوود احمدي نن دوشنبه ازادي رادیو ته وویل چې د شورابک ولسوالۍ پر ملک محمد داوود حمله کوونکي له سیمې تښتېدلي او پولیس‌يې د نیولو په لټه کې دي. دی وایي: "نن تر غرمې مخکې له سنګي حمام سيمې سره نږدې د شورابک يو ملک د نامعلومو کسانو له‌خوا په شهادت رسېدلى، د امنيتي ځواکونو له‌خوا په دې اړه پلټنې روانې دي." تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دى منلى.

مايک پامپيو نن د ايران په وړاندې د امريکا نوې ستراتېژي اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو نن دوشنبه د ايران په وړاندې د امريکا نوې ستراتېژي اعلان کړي. وروسته له هغې چې تېره مياشت دى د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو، دا به‌يې لومړۍ لويه وينا وي. پامپيو به په خپله وينا کې له ايران سره پر نوي اټمي تړون د سلا کېدو لپاره، د ډيپلوماتيکې لارې نقشه په ډاګه کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکو تېره اوونۍ وويل، دغه نوې تګلاره به د ايران د ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره يو چوکاټ رامنځته کړي. د امريکا... Читать дальше...

بغلان: د تښتول شويو هندي انجنيرانو د موندنو هڅې نتيجه نه‌ده ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د بغلان والي وايي، د ٧ تنو تښتول شويو هندي انجنيرانو د موندنې لپاره تر اوسه هڅو نتيجه نه‌ده ورکړې. دوى د بغلان د يوه برښناکوټ په پروژه کې کار کاوه چې څه باندې ٢  اوونۍ مخکې د پلخمري ښار په مربوطاتو کې د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا وتښتول شول. د بغلان والي عبدالحى نعمتي ازادي راډيو ته وويل چې د دغو هندي وګړو د خوشې کېدو لپاره د قومي مخورو او مشرانو په مرسته هڅې روانې دي. که څه هم د بغلان چارواکي وايي، په دې پېښه کې وسله‌وال طالبان لاس لري، خو وسله‌والو طالبانو دا مسئله تأييد کړې نه‌ده.

افغان او پاکستاني عالمان د افغانستان د جګړې په اړه بحث ته کېني

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عالمانو شورا يو غړى وايي، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان ديني عالمان د افغانستان پر روانې جګړې بحث ته کېني. نور پاچا حماد نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل، پر دې خبرې روانې دي چې د دغو عالمانو يوه غونډه په افغانستان او بله په پاکستان کې وشي. دی زیاتوي: "علماء د داسې کنفرانسونو له لارې هڅه کوي چې نړۍ ته تصور ورکړي چې د دغه جنګ شا ته علماء نه‌دي، بلکې دا جګړه ديني جنبه نه‌لري او سياسي استخباراتي جنګ دى." دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ديني... Читать дальше...

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۶۰ وسله‌وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو ولايتونو کې د تعرضي او تهاجمي عملياتو په نتيجه کې د دولت نږدې ٦٠ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي. د دغه وزارت په حواله، دغه ٥٩ وسله‌وال په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ۱۰ تعرضي، ۷۸ ځانګړو او ٦ هوايي بريدونو کې وژل شوي او ١١٤ تنه نور ټپيان دي. دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه عمليات په ننګرهار، غزني، پکتيکا، ارزګان، فراه، بلخ، فارياب، سمنګان، کندز، بغلان او هلمند کې شوي دي. د دولت کومې مخالفې ډلې د دغې ادعا په اړه تر اوسه تبصره نه‌ده کړې.

په کندهار کې د "AMDC" مؤسسې ۵ ماین پاکان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله‌والو نن دوشنبه سهار د کندهار د میوند ولسوالۍ د ملنګ کارېز په سيمه کې پنځه ماین پاکان وژلي او یو یې له ځان سره ژوندی بيولی دی. د کندهار د والي ویاند محمد داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسله‌والو نن سهار د "AMDC" مؤسسې پر کارکوونکو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې د دې مؤسسې ۵ کارکوونکي وژل شوي او وسله‌والو یو ژوندی له ځانه سره بیولی دی. د احمدي په وینا، "AMDC" په نوم د دغې مؤسسې کارکوونکو په سیمه کي د ټاپي پروژې لپاره د ماین پاکولو او سروې کولو مسؤلیت درلود. چارواکي وايي... Читать дальше...



مقتدا الصدر: د عراق راتلونکی حکومت به پراخ بنسټه وي

Pa.azadiradio.com 

د عراق شیعه ملا مقتدا الصدر چې ائتلاف‌يې د هېواد په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي، وايي د عراق راتلونکی حکومت به پراخ بنسټه وي. الصدر پرون یکشنبه په بغداد کې له صدراعظم حیدر العبادي سره تر کتنې وروسته وویل، موږ به هېڅ‌څوک لیرې نه‌کړو، موږ به د اصلاحاتو او شفافیت لپاره کار وکړو. د عراق په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې هېڅ ډلې او ائتلاف په یوازې سر د حکومت د جوړولو لپاره د پارلمان له ۵۰ زیاتې څوکۍ نه‌دي ترلاسه کړي. تمه ده چې د یوه ائتلافي حکومت په اړه د عراق د سیاسي ډلو او... Читать дальше...

ټرمپ به له عدلیې وزارت نه د یو لړ تحقیقاتو د پيل غوښتنه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، له عدلیې وزارت نه به د یو لړ تحقیقاتو د پيل غوښتنه وکړي. هغه ویلي عدلیې وزارت دې معلومه کړي چې ایا د ده د ۲۰۱۶ میلادي کال د انتخاباتو په کمپاین کې «اېف. بي. ای» د سیاسي اهدافو په خاطر نفوذ کړی و یا هم د اوباما له ادارې چا داسې غوښتنه مطرح کړې وه که څنګه؟ ټرمپ دا خبره پرون په ټویټر لیکلې ده او ویلي یې دي چې سبا به رسماً خپله غوښتنه مطرح کړي. تر دې مخکې څو واره ولسمشر ټرمپ په خپل کمپاین کې د «اېف. بي. ای» د جاسوس د موجودیت په اړه یادونه کړې ده. ګڼو محافظه‌کارانو... Читать дальше...

د ونزوئلا د انتخاباتو شورا "مادورو" د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی

Pa.azadiradio.com 

د ونزوئلا د انتخاباتو شورا ولسمشر نیکلاس مادورو د وروستیو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی دی. بل لور ته امریکا د ونزوئلا انتخابات شرمونکي بللي دي او د دې هېواد د حکومت سیاسي مخالفینو ویلي دي چې مادورو به د قانوني ولسمشر په توګه ونه‌پېژني. د ونزوئلا د انتخاباتو شورا ویلي دي، نیکلاس مادورو د ۵،۸ میلیونه رأیو په ترلاسه کولو ۶۸ په ۱۰۰ کې رأیې ګټلي دي او د هغه نږدې سیال د ۱،۸ میلیونه رأیو په اخیستو ۲۱ فیصده رأیې ګټلې دي. که څه هم په انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو د ګډون د اندازې په اړه په رسمي ډول څه نه‎دي... Читать дальше...

خوګیاڼی: د رمضان کپ سیالیو د اتلولۍ جام د زهیر زوی ته ورکړل شو

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار والي او ګڼو مدني فعالانو په جلال‎اباد ښار کې د رمضان کپ سیالیو د اتلولۍ جام له کومې لوبې پرته د هدایت‌الله زهیر زوی ته ورکړ. هدایت‌الله زهیر مدني فعال او د کرکټ لوبو تنظیموونکی و چې د جمعې په شپه د کرکټ پر سټډیوم په برید کې ووژل شو. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د هدایت‌الله زهیر او نورو وژل شویو کسانو د یادښت د مراسمو په اړه چې پرون شپه په کرکټ سټډیوم کې جوړ شوي و ازادي راډیو ته وویل: "د شهید هدایت‎الله زهیر د یاد په‎پار هغه کپ چې باید د دې لوبو بریالي ټیم ته ورکړل شوی و... Читать дальше...

د فراه د ګمرک تأسیساتو څه کم ۱۰ میلیونه افغانۍ زیان لیدلی

Pa.azadiradio.com 

د فراه د ګمرک تأسیساتو د وروستۍ جګړې په خاطر څه کم ۱۰ میلیونه افغانۍ زیان لیدلی دی. دا خبره د فراه د ګمرک رئیس عبدالعلیم همت پرون شپه ازادي راډیو ته وکړه. هغه وویل چې ترهګرو د سې شنبې په شپه پر فراه ښار په بریدونو سره د فراه د ګمرک ځینې خونې وسوځولې او قیمتي تجهیزات‌یې وران کړل. ښاغلي همت زیاته کړه: "فعلاً هم د فراه په محصولي ګمرک کې ۵۰۰ موټر ولاړ دي، کار دوام لري، خو کمپیوټري سیستم مو ډېر ورو شوی دی. موږ ډېرې شعبې درلودې. د دې تر څنګ چې ګمرکي او اسیکوډا ماشینونه مو مات او خراب شوي شااوخوا... Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России