مسیر: کابلوف د سولې لاره ښيي، که امریکا ته ګواښ کوي؟
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د سولې په ځانګړي ډول په دې اړه د افغانستان لپاره د روسیې د ...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د سولې په ځانګړي ډول په دې اړه د افغانستان لپاره د روسیې د ...
د پاکستان په کراچۍ ښار کې په تېرو درېیو ورځو کې د هوا تودو څپو لږ تر لږه ۶۵ کسان وژلي دي. د ایدهي خیریه بنسټ چلوونکي فیصل ایدهي پرون دوشنبه وویل، اکثره وژل شوي کسان د کراچۍ ښار د غریب مېشتو سیمو اوسېدونکي دي. په کراچۍ کې چې زیاتره وخت پهکې برښنا هم نهوي، پرون دوشنبه د هوا د تودوخي اندازه ۴۴ سانتي ګراد ثبت شوې ده. خو د سند ایالت د روغتیا وزیر بیا دا رد کړې ده چې ګواکې په کراچۍ کې د تودو څپو له امله خلک وژل شوي دي. په ۲۰۱۵ میلادي کال کې هم په کراچۍ ښار کې د هوا ګرموالي شااوخوا ۱۲۰۰ کسان مړه او سلګونه نور ناروغه کړي وو. Читать дальше...
ټرمپ د افغانستان پلان تهدید کړ، دا د اېنډېپنډنټ انلاين خپرونې د مقالې عنوان دی. پهدې مقاله کې د روېټرز خبري اژانس له ...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کابل ښاریانو ته د وسلهوالو طالبانو وروستی ګواښ، تش تبلیغات او بېاغېزه ...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد له دندې لیرې شو. د حکومت یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته د دې خبر په تأیید سره وویل چې د جمهوري ریاست د محافظت قوماندان د ښاغلي مراد پر ځای ګمارل شوی دی. دغې سرچینې چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي، دغهراز وویل چې د مدیریت کمزوري او د جنرال مراد له کاره نهرضایت د هغه د لیرې کېدو سبب شو. مراد علي مراد ۵۹ کلن دی او د افغانستان په قول اردوګانو او د دفاع وزارت د مرستیال په توګهیې هم دنده ترسره کړې ده.
په کابل ښار کې د دوو پاکستاني وګړو په شمول درې مشکوک کسان له یوه اندازه خطرناکو چاودېدونکو موادو سره نیول شوي دي. د کابل د ۱۱۱ فرقې لهخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امنیتي مؤظفینو د دوشنبې په ورځ د کابل په بتخاک ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال دغه درې کسان نیولي چې دوهیې پاکستانیان او یو افغان دی. په اعلامیه کې راغلي له دوی سره امونیم نایترېت او سي فور مواد چې د بم جوړولو لپاره کارېږي، څه باندې ۱۷۰ زره افغانۍ او یوه اندازه کلدارې، موبایلونه، سیم کارتونه، دوه جلده پاکستاني پاسپورټونه، د قبایلو کارتونه او داسې نور نیول شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، حکومت د اقتصادي ودې، د کورنیو تولیداتو د ډېرېدو او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو ته ژمن دی. عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې دغهراز وویل چې اقتصادي وده له خصوصي سکټور او کورنیو تولیداتو سره مستقیمه اړیکه لري. په دې غونډه کې د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل چې د افغانستان اقتصادي وده اوسمهال ۲،۲ فیصده ده. هغه زیاته کړه چې لا هم بېوزلي ۵۵ فیصده، بېکاري ۲۴.۵ فیصده او د خوړو نهخوندیتوب ۴۴ فیصدو ته رسېدلی دی. Читать дальше...
له وسلهوالو طالبانو څخه د ایران د ملاتړ په برخه کې د افغانستان او امریکا لیدلوري له یو بل سره توپیر لري. د افغانستان دفاع وزارت ...
جینا هسپل د امریکا د استخباراتو ادارې د نوې مشرې په توګه لوړه پر ځای کړه. هغې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل چې په مینه به کار وکړي، څو د دغې ادارې مشري وکړي. نوموړې وویل: "له «سي. ای. اې» سره زما د کلونو کار دا ویاړ راکړ چې هېڅکله مې فکر نهوو کړی. هر څه چې په وس کې لرم ستاسو لپاره بهیې وکړم." د جینا هسپل د لوړې په مراسمو کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او مرستیالیې مایک پنس هم حاضر وو. هسپل لومړنۍ ښځه ده چې د امریکا د استخباراتو د ادارې مشري به کوي.
د سوریې پوځ وایي، له داعش ډلې څخه د یوې محاصره شوې سیمې په نیول کېدو سرهیې د دمشق ښار پر ټولو برخو واکمني ترلاسه کړې ده. که د پوځ دا ادعا سمه وي، له ۲۰۱۱ میلادي کال راوروسته د لومړي ځل لپاره د دمشق ښار د اسلامي دولت ډلې څخه تصفیه شوی دی. له داعش وسلهوالو څخه بېرته نیول شوې سیمه، کمپ یرموک نومېږي چې د دمشق په جنوب کې په حجرالاسود سیمه کې موقعیت لري. پهدې کمپ کې شااوخوا ۲۰۰ زره فلسطیني کډوال ژوند کوي. د سوریې دولتي ټلوېزيون هم د دغه هېواد د پوځي ځواکونو انځورونه ښودلي چې د بیرغونو په رپولو سره دغه کمپ ته رسېدلي دي.
د افغانستان د بیارغوني په برخه کې د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار وایي، که څه هم د روان میلادي کال د لومړیو درېیو میاشتو په ...
هغه څېړنې چې د ترورېستانو د روزنې د څرنګوالي او سلوک په اړه شوي بېلابېلو عواملو ته ګوته نیسي، خو یوه نوې څېړنه په ...
د ایران ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تُندو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې نړۍ نن د امریکا پرېکړې نهمني. حسن روحاني تېر ماښام وویل چې د نړۍ هر هېواد خپل استقلال لري. د روحاني په خبره د امریکا دولت ۱۵ کاله شاته تللی او د هغه هېواد د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش څرګندونې تکراروي. بوش په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ایران، شمالي کوریا او عراق د شرارت مرکزونه یاد کړي وو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د روحاني تر غبرګون دمخه په واشنګټن کې د هریتیج بنسټ په مرکز کې د وینا پر مهال له ایران... Читать дальше...
د سوریې پوځ د پلازمېنې دمشق له جنوبي لمنې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پاتې وسلهوال و ایستل او پهدې توګه ...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ایران د امریکا د نويو سختو بندیزونو د لګولو د اعلان تر څنګ وویل چې دا هېواد په ...
د ایران سیمهییزو رسنیو راپور ورکړی چې تر ۸۰۰ ډېر کسان وروسته له هغه مسموم شوي چې زهرجن مرخېړي یې خوړلي دي. د ایران د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، تر اوسه د دغو زهرجنو وحشي مرخېړیو د خوړو له کبله ۱۱ تنه مړه شوي دي. تسنیم خبري اژانس د روغتیا د چارواکو له قوله لیکي چې تر ۲۰۰ ډېر کسان له همدې کبله بستر شوي او وایي، تر اوسه د دې ډول مسمومیت لپاره کومه ځانګړې درملنه نهشته. د ایراني چارواکو په خبره دغه زهري مرخېړي نورو عادي خوراکي مرخېړیو ته ډېر ورته دي چې تر ډېره د ایران په لوېدیځو غرنیو سیمو کې د پسرلي د بارانونو پر مهال شنه کېږي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости