د ایران د اټمي تړون د فسخ کېدو د عواقبو په اړه خبرداری!
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له ایران سره د اټمي تړون د فسخ کېدو د عواقبو په اړه خبرداری ورکړی دی. ښاغلي پوتین دا څرګندونې پرون د روسیې په سانت پیټرزبورګ ښار کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره له کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې. پوتین د اروپايي هېوادونو د هغو هڅو ستاینه وکړه چې د ایران له اټمي موافقې څخه د امریکا له وتلو وروسته یې د دې موافقې د ژغورنې لپاره پیل کړې دي، خو هغه په عین حال کې د دې موافقې د له منځه تلو د ناوړه عواقبو په اړه هم خبرداری ورکړ. دواړو مشرانو پر نورو نړیوالو مسایلو هم خبرې وکړې. Читать дальше...