افغان ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته رسېدلی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبه سهار بلخ ولایت ته رسېدلی دی. ښاغلی غني د بلخ ولایت د خُلم د برښنا سب سټېشن او د مارمول توزیعي شبکه پرانیزي. د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن سهار رسنیو ته په دې اړه یو پیغام ورکړی دی. ښاغلي مرتضوي زیاته کړې چې ولسمشر به د پاسنیو پروژو په پرانیستې سربېره د بلخ، سرپل، فاریاب، جوزجان او سمنګان ولایتونو له وچکالۍ ځپلو خلکو سره وګوري. هغه به د یادو ولایتونو له پوځي او ملکي چارواکو سره هم جلا لیدنې ولري.