د بدني روزنې او ورزش ریاست یو ورځنی سیمنار رابللی
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست د خپل منځي ستونزو د هواري او د فدراسیونونو ترمنځ د اړېکو ښه کولو لپاره یو ورځنی سیمنار رابللی. د دغه ریاست د رسنیو د برخې یوه مسؤل احمد رامین سریر نن ازادي راډیو وویل، په دغه سیمنار کې ټول مسؤلین راغوښتل شوي، څو په دې خبرې وکړي چې څنګه کولی شي د فدراسیونو ترمنځ اړیکې ښې او پیاوړي شي. د فدراسیونونو ترمنځ انتخابات، د شفافیت رامنځ ته کېدل او د اړیکو ښه کول د دغه سیمنار مهم اهداف دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست ترمنځ په... Читать дальше...